جمهوررئیس غني  د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره پر ملي کمپاین  ټینګار وکړ 

جمهوررئیس غني  د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره پر ملي کمپاین  ټینګار وکړ 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د ارګ په توحید مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار، هلمند، ننګرهار، کنړ، پکتیکا او فراه ولایتونو والیانو ، د عامې روغتیا او حج او اوقافو مسوولینوسره د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره پر زیاتو تدابیروخبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل ګوزڼ خطرناکه ناروغي ده چې اوس هم په هېواد کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د ګوزن له منځه وړلو په اړه نړیواله اجماع شته او زمونږ هېواد سره له دې چې په دې برخه کې پرمختګونه لري، خوکافي نه دي او د ګوزڼ وایروس باید په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

جمهوررئیس غني ګوزڼ ناروغۍ ته په اشارې چې لا هم زمونږ خلکو ته ستونزې رامنځټه کوي وویل: د کندهار په لویه ویاله او د ننګرهار په ځینو سیمو کې لا هم د ګوزڼ ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

د هېواد جمهور رئیس د محلي ادارو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي. همداراز یې د کندهار ښاروال او ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د خرقې شریفې د امام، د جوماتونو د امامانو او د ټولو عمومي مرکزونو د مسوولینو په همکاری دې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په برخه کې هڅې وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، د ګوزڼ له منځه وړلو واکسین ټیمونه دې په تورخم او سپین بولدک دروازو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، چې د اړونده ادارو په همکارۍ د ګوزڼ ناروغي له  منځه لاړه شي.

محمد اشرف غني  د ګوزڼ له منځه وړلو  لپاره د ملي کمپاین پراړتیا ټینګار وکړ وې ویل، د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونه په دې برخه کې همکاري کولی شي او د عامې روغتیا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همکاری دې لنډې ویډیوګانې جوړې  او د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرام دې په ملي کمپاین بدل شي.

جمهوررئیس  حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وکړه چې له دیني علماو سره په همکارۍ دې په ټول هېواد کې خلکو ته د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرام د تطبیق په اړه پوهاوی ورکړي.

د هېواد جمهوررئیس په ټول هېواد کې د ګوزڼ له منځه وړلو په برخه کې  د مدني ټولنو  او  د ښځو شبکو په ځانګړي ډول د ښوونځیو د ښځینه ښوونکو پر بسیج کولو د ټینګار ترڅنګ وویل:  د ګوزڼ له منځه وړلو کمپاین دې سراسري او افغانستان شموله شي او هغه سیمې چې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه دي، هغه دې هم په کې شاملې شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه،  بیل ګیټس خیریه بنسټ او نور هغه بنسټونه چې د ګوزڼ له منځه وړلو په برخه کې فعالیت کوي او اکثره د دې ناروغۍ د له  منځه وړلو لپاره افغانستان ته سفر کوي، د ویزې اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0