جمهوررئیس غني د اوبو پر موثر مدیریت او عادلانه وېش ټینګار وکړ

جمهوررئیس غني د اوبو پر موثر مدیریت او عادلانه وېش ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه نن مازدیګر د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون چوکاټ کنوانسیون ته د افغانستان پر دویم راپور،  د اوبو د منابعو د وضعیت او د هریرود وادي انکشافي طرحې په راپور او په سلما بند کې د اوبو لګولو پر سیستم بحث وشو.

په لومړۍ برخه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون چوکاټ کنوانسیون ته د افغانستان پر دویم راپور تر بحث وروسته جمهوررئیس غني یاد راپور د ارقامو په برخه کې نېمګړی وباله او ټینګار يې وکړ ، د راپور شمېرې بایدپه چوکاټ کې معیاري شي.

هغه زیاته کړه په اقلیم کې تغییرات راغلي او اړتیا ده چې په هېواد کې د اقلیمي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي په خاطر اقدامات وشي او د یوې ځانګړې غونډې په رڼا کې دې د اوبو پالیسي جوړه شي. جمهوررئیس وویل، اړوندې ادارې باید د خپلو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم کار وکړي.

په دې راپور کې د هېواد د چاپیریال ساتنې سکتور کې د ستونزو او وړاندېزونو په ګډون، د ملي اوضاع، د ګلخانه‎يي ګازونو  د خورېدو او د هغو د زیان رسولو او سازګارۍ د ازولو، د اقلیم د بدلون په ملي ستراتېژیو او د ګلخانه‎يي ګازونو د کموالي لپاره پر ملي اقدماتو او پالیسیو بحث وشو.

دغه راز د ځمکو د خپلواکې ادارې مسئولینو د استملاک پروژو د اسنادو د پړاونو د بشپړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته ټینګار وکړ چې استملاک باید تر ټولو ټیټ حدته ورسېږي.

په یاده طرحه کې چې د هېواد جمهوررئیس د لارښوونې په اساس جوړه شوې راغلي، هغه خلک چې د استملاکي پروژو د تطبیق له امله زیانمنېږي باید مشخص ادرس یې موجود وي، ترڅو د زمیندارۍ، د خسارې د جبران او د خپلو کورونو د بیا جوړولو ستونزې له حکومت سره شريکي کړي.

وروسته د هریرود وادي د اوبو د منابعو د وضعیت او انکشافي طرحې په راپور او په سلما بند کې د اوبو لګولو پر سیستم بحث وشو.

جمهوررئیس غني د اوبو  په وېش کې د اساسي اقداماتو او مدیریت  پر موجودیت ټینګار وکړ وې ویل، په دې برخه کې اړوندې ادارې لازمه همغږي نه لري او د همکارۍ او همغږۍ ډول باید واضح وي.

د هېواد جمهوررئیس د هریرود د اوبو د حوزې په ګډون د اوبو د حوزو پر موثر مدیریت ټینګار وکړ او وې ویل، د هر ولایت په سطحه دې د اوبو حوزې په معیاري ډول مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده د اوبو په قوانینو کې ځینې بدلونونه راشي او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د لازمو وړاندېزونو ترڅنګ د قوانینو د مادو د تعدیل لپاره بدیلونه هم وړاندې کړي چې په هغه کې پخوانی عرف او قوانین په پام کې نیول شوي وي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، لازمه ده د اوبو د مدیریت په فرهنګ کې بنسټیز تغییرات رامنځته او اساسي اجماع جوړه شي. هغه همداراز وویل د اوبو په برخه کې د پانګونې لپاره واضح اقتصادي تحلیل ته اړتیا ده.

جمهوررئیس غني د اوبو د وېش ستونزې د حل لپاره د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول د دیني علماو او امنیتي ځواکونو رول ګټور وباله. هغه د کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه وویل: دا بندونه باید معیاري جوړ شي او د اړتیا پر مهال دې له مخکې جوړو شویو قطعاتو څخه ګټه پورته شي.

د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وویل، له اوبو څخه د استفادې وضعیت د ښه والي لپاره دې تدابیر ونیول شي او د اوبو د ضایعاتو ستونزه يې د خاکي کانالونو، نامناسبو ودانیو او ناهموارو ځمکو تاثیر وباله.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني هم په دې اړه خبرې وکړې وې ویل اقلیم تغییر کړی او اړتیا ده چې د هېواد د اوبولګولو او  وېش قوانینو په سیستم کې لازم تعدیلات راشي.#