په خوست ولایت کې د ملي اردو د لومړۍ لوا پر لمونځ کوونکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خوست ولایت په اسماعیل خېلو – مندوزیو ولسوالۍ کې د ملي اردو د لومړۍ لوا پر جومات د تروریستي برید له امله یو شمېر سرتېري د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال شهیدان او ټپیان کړي دي.  

جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سختې غندنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته  لارښوونه وکړه چې د پېښې څرنګوالی په هراړخیزه توګه وارزوي او وظیفوي غفلت کوونکي تر پېژندلو وروسته مجازات شي.

دغه راز جمهوررئیس د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو د استفادې ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېدګي وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کوي.