جمهوررئیس غني د تروریزم پر ضد مبارزې د اسلامي ائتلاف سکرتر جنرال سره وکتل

جمهوررئیس غني د تروریزم پر ضد مبارزې د اسلامي ائتلاف سکرتر جنرال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د تروریزم پر ضد مبارزې د اسلامي ائتلاف  سکرتر جنرال، ډګر  جنرال عبدالله بن عثمان صالح او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې، د تروریزم د تمویل د مخنیوي، پوځي همکاریو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ډګر  جنرال عبدالله بن عثمان صالح وویل، د تروریزم پر ضد مبارزې اسلامي ائتلاف  به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې چې ګډ ګواښ دی، د افغانستان خلکو او حکومت  څخه هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.   

جمهوررئیس محمداشرف غني تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او هڅې چې تل یې خپله مېړانه او اتلولي ښودلې یادې کړې او له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې یې د یاد ائتلاف رول مهم وباله.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0