جمهوررئیس غني د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو په زیاتوالي کې د ولسوالانو رول مهم وباله

جمهوررئیس غني د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو په زیاتوالي کې د ولسوالانو رول مهم وباله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ولسوالانو ملي کنفرانس  په اختتامیه مراسمو کې د ولسوالانو د ګروپي کار  راپور  واورېد.

دغه مراسم چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، په پیل کې د سیمه‏ییزو ارګانونو خپلواکې ادراې رئیس عبدالمتین بیګ په کنفرانس کې د ترسره شویو کارونو لنډیز بیان کړ.

نوموړي د سیمه‎‎‎ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا ته د جمهوررئیس پاملرنې څخه په مننې وویل، دې کنفرانس ملي خبرو او د پیوستون بسیج ته زمینه برابره کړه چې په کې پر امنیت، اقتصاد او اصلاحاتو بحث وشو.

دغه راز د بامیانو، هلمند، فاریاب او بغلان ولایتونو څلورو ولسوالانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اداري کمپلکسونو، د ورزش لپاره د اسانتیاو، د خلکو او حکومت د مشارکت، د خدماتو د عرضې، ولسوالیو ته د کومکي بودجې، د کارموندنې، د کرنیزو ځمکو د انکشاف، د ولسوالانو د صلاحیتونو د زیاتولو، زورواکو او غیرمسوول وسله‎والو سره د مبارزې او پر خپلو دندو د کاري ولسوالانو د پاتې کېدو په اړه خپل وړاندېزونه بیان کړل.

جمهوررئیس په ۱۱۴ مخونو کې د ولسوالانو د نظریاتو د تحلیل له وړاندې کولو مننه وکړه او هغه یې رغاونکي وبلل. هغه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس او همکار ټیم څخه د دې کنفرانس د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

جمهوررئیس غني وویل، د اداري اصلاحاتو کمېسیون خپلې ارزونې کوي او هغه ولسوالان چې کاري وړتیا ولري له امتیازاتو څخه نه محرومېږي او نه یې هم لاسته راوړنې هېرېږي.

هغه زیاته کړه، د راتلونکي کال په بودجه کې ځانګړی کوډ د ولسوالیو د اداري کمپلکسونو د جوړولو لپاره په پام کې نیول کېږي. دغه راز به هغو ولسوالانو ته چې تر ټولو غوره طرحې وړاندې کوي رقابتي بودجه هم په پام کې ونیول شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د انکشاف په برخه کې له حکومت سره د خلکو د مشارکت رول مهم دی او ولسوالان باید په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي. هغه ټینګار وکړ د ولسوالیو په کچه د مدیریت وړ د اطلاع ورکولو سیستم ته اړتیا ده چې خلک د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو څخه خبر شي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، ولسوالانو سره د اړیکو ټیلیفوني سیستم دې جوړ شي، هغه په دې برخه کې د اترا ادارې، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او دغه راز د سیمه‏ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې. 

جمهوررئیس د ولسوالیو پر ملکي کېدو ټینګار وکړ وې ویل، د ولسوالانو او امنیه قومندانانو په اړیکو کې باید بنسټیز تغیرات راشي او لارښوونه یې وکړه ولسوالانو ته دې د امنیه قومندانانو او ملي امنیت مدیرانو د راپور ورکولو په اړه دقیق میکانېزم ترتیب شي.

جمهوررئیس له ولسوالانو وغوښتل چې د داخلي تولیداتو او اقتصادي ودې د پیاوړتیا په موخه د کرنیزو تولیداتو د خریدارۍ سیستم له ښارونو سره تنظیم کړي. هغه وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به په سعودي عربستان کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو ستر نندارتون پرانیستل شي.

د هېواد جمهوررئیس له هغو ولسوالانو چې په یوه غږ یې د غیر مسوولو وسله‎والو او زورواکو سره د مبارزې غوښتنه کوله، وستایل  او وې ویل، د دې افرادو حضور د منلو نه دی او په هره کچه چې وي قانون چلند ورسره کېږي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، د نظام مشروعیت په ولسوالیو پورې اړه لري. هغه زیاته کړه په ناامنه ولسوالیو کې چې قضایي سیستم فعال نه دی، د امنیت د ټینګښت پورې دې ستونزې د مشروع جرګو له لارې حل شي. جمهوررئیس په دې برخه کې د عامه پوهاوي پر یوې واضح طرحې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، په ولسوالیو کې د خلکو له مشارکت پرته سوله نه تامینېږي. جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه د هغو کسانو لیست دې چې د سولې په تامین کې اغېزناګه دي، تشخیص او ترتیب کړي.

جمهوررئیس د ولسوالیو د تشکیلاتو پر بیا کتنې او دغه راز د دریمو واحدونو په کچه د ولسوالانو پر رول ټینګار وکړې ویل، باید صلاحیتونه او مسوولیتونه یو ډول وي، هغه د صلاحیتونو زیاتول د ظرفیت او کفایت په زیاتوالي پورې تړلي وبلل.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، په مرکز کې دې د ادارو تشکیل کم او په ولایتونو کې زیات شي او د اړتیا په صورت کې به نوي ولایتونه هم جوړ شي. جمهوررئیس له ولسوالانو وغوښتل د کوچنیو بندونو لیست دې جوړ او ترتیب کړي چې د جوړولو په اړه یې اقدامات وشي.

جمهوررئیس د سیمه‏ییزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د دریمو واحدونو (ولسوالیو) سره د مستقیم ارتباط د ټینګښت په موخه د ولسوالیو عالي شوراګانې جوړې کړي، تر څو ولسوالان خپلې غوښتنې او اړتیاوې په مستقیم ډول له جمهوررئیس سره شریکې کړي.

دغه راز جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې سکتوري وزارتونو سره دې ګډه ناسته ترتیب کړي چې ولسوالان وتوانېږي د خپلو ولسوالیو وضعیت په مستقیم ډول تشریح کړي او د اړتیا وو د رفع کولو په اړه یې عاجل اقدامات وشي.

جمهوررئیس د سیمه‏ ییزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په نورو دریو میاشتو کې دې د ولسوالانو د سراسري کنفرانس جوړولو لپاره تدابیر ونیسي. هغه د ولسي جرګې، د ولسوالیو شوراګانو او د جمهوري ریاست ټاکنې حتمي وبللي او ټینګار یې وکړ هېڅوک په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري.