جمهوررئیس غني: تاوتریخوالی شرم او په تاوتریخوالي ویاړل له اسلامي، ملي او بشري ارزښتونو انکار دی

جمهوررئیس غني: تاوتریخوالی شرم او په تاوتریخوالي ویاړل له اسلامي، ملي او بشري ارزښتونو انکار دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوی څارنوالۍ له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه. په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس وویل: تاوتریخوالی شرم او په تاوتریخوالي ویاړل له اسلامي، ملي او بشري ارزښتونو انکار دی او هغوی چې تاوتریخوالی کوي له قانوني، ملي او اسلامي ارزښتونو او اصولو څخه پردي دي.

جمهوررئیس غني تاوتریخوالی د څلور لسیزو جګړو زېږنده وباله او زیاته یې کړه، تر جګړې دمخه د ثبات په کلونو کې چا په هیواد کې نه یوازې په تاوتریخوالي افتخار نه کاوه، بلکې په کوم کلي او سیمه کې به چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه، نوټولوبه د شرم احساس کاوه. د هیواد جمهور رئیس وویل، هر څوک چې د تاوتریخوالي مقابل کې بې تفاوتي ښيي له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې دي. هغه زیاته کړه، زموږ ژمنه د قانون، اسلامي او ملي ارزښتونو تطبیق دی او د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی جرم دی او د جرم مقابل کې باید ودرېږو.

جمهور رئیس څرګنده کړه، دا چې موږ لا هم د جنګ په حالت کې یوو، نو د قانون د تطبیق په برخه کې به نیمګړتیاوې موجودې وي، مګر دا د قانون پر وړاندې د بې تفاوتۍ په مانا نه دي. هغه زیاته کړه، په ولایتونو کې به ښځینه قاضیانو او څارنوالانو ته دېرش سلنه اضافي معاش ورکړل شي. جمهور رئیس غني د دغې مهمې غونډې د جوړولو له امله له لوی څارنوال څخه مننه وکړه او د قانون د تطبیق په برخه کې یې د لوی څارنوالۍ ادارې هلې ځلې وستایلې او وې ویل، د لوی څارنوال د لاسته راوړنو او خدمتونو دقدردانۍ په موخه به نوموړي ته د سیدجمال الدین دولتي مډال او د لوی څارنوال مرستیالې سیما شنا منصور ته د ملالۍ میوندۍ دولتي مډال ورکړل شي. 

جمهوررئیس له ښځینه پولیسو څخه په مننې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو د منسوبینو اتلولۍ وستایلې او زیاته یې کړه، له خلکو سره د چلند په برخه کې باید د دوی چلند مسلکي او په دې برخه کې لا زیات اصلاحات رامنځته شي. محمد اشرف غني ښځينه قاضیانو او څارنوالو ته په اشارې وویل، تاسې باید خپل فعالیتونه او خدمات د خپلې کړې ژمنې په اساس له کابل محورۍ څخه پر افغانستان محورۍ بدله کړئ، ځکه د ولایتونو ښځې تاسو ته زیاته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د عدلي او قضایي بنسټونو خپلواکۍ ته باید درناوی وشي او زه د درې ګونو قواوو د مشر او د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د قضا د استقلال ملاتړ کوم.

جمهور رئیس په کورنیو چارو وزارت کې د ښځينه معینې استخدام ته په اشارې وویل، په دولت کې د ښځو مشارکت باید پراخ او د افغان ښځو لپاره د ښځو خدمات او ملاتړ پیاوړی شي. هغه زیاته کړه، مشارکت په اساسي توګه بدلون کړی او د استخدام پروسه شفافه شوې ده. جمهوررئیس غني په بین المللي رسنیو کې د ورزشکارو نجونو د جنسي ځورونې د تورونو راپورونو ته په اشارې وویل، د هغه هیواد او ټولنې د ښځو په اړه چې هره ورځ د خپلې ملي او بین المللي ازادۍ لپاره بېدرېغه قربانۍ ورکوي دغه ډول تورونه د زغم وړ نه دي او د یادو تورونو د تثبیت په صورت کې به مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي.

د هیواد جمهور رئیس وویل، د کورنیو ډاډ او د ښځو مصونیت ته باید جدي پام وشي او په دې برخه کې هیڅ ډول نرمښت او بخشش د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه، د ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او پولیسو له موجودیت پرته د قانون حاکمیت، عدالت او مساوات هغسې چې ښایي نه تامینېږي. همدارنګه د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، لوی څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې جدي ده او په دې موخه یې د څارنوالانو وړتیاوې روزلي او هغوی ته یې بېلابېل روزنیز ورکشاپونه ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه، دوه کاله دمخه په لوی څارنوالۍ کې د ښځو مشارکت له درې سلنه څخه کم و، مګر اوس ۲۰،۹ سلنه ته رسېدلی چې لا هم د قناعت وړ نه دی. هغه وویل، د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې ښځینه څارنوالې په خدمت بوختې دي چې له امله یې عدالت ته د ښځو لاسرسی زیات شوی. د افغانستان لوی څارنوال څرګنده کړه، دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دی او له همدې امله جمهور رئیس خپل زیات وخت د قوانینو تصویب او توشیح ته ځانګړی کړی دی. هغه زیاته کړه، تاوتریخوالی د سالمې کورنۍ ریښې له منځه وړي، مګر موږ به د موثرې مبارزې او د قانون او عدالت د تامین له لارې د کورنیو خوندیتوب ته اساسي پام وکړو.

ورپسې اغلې بهشتې د هیواد د لومړۍ مېرمن پیغام ولوست، په یاد پیغام کې د اسلام په لومړیو او د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د ښځو د رول ارزښت ته په اشارې راغلي وو، موږ باید د دغو ویاړلو مېرمنو کړنې د خپل ژوند لپاره سرمشق وګرځوو او درسونه ځنې واخلو. همدارنګه په یاد پیغام کې راغلي وو چې په هیواد کې د څلورو لسیزو جګړو د ښځو پر ژوند بد اغېز کړی، نو د ښځو کلیدي رول او ارزښت ته په پام باید د دوی پروړاندې تاوتخریوالی او د هغه بېلابېل لاملونه په جوماتونو، تکایاو، ښوونځیو، پوهنتونو او نورو ښوونیزو بنسټونو کې د عامه پوهاوي له لارې له منځه یوسو.

د غونډې په پای کې هغه لنډه ویډیو نندارې ته وړاندې شوه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د لوی څارنوالۍ ادارې د بېلابېلو کړنو، لاسته راوړنو، موخو، موانعو او د حل لارو په اړه برابره شوې وه.