د اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد دې بیا اعلان شي

د اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد دې بیا اعلان شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډې نن له غرمې مخکې له مستهلکیو څخه د ملاتړ د ملي پالیسۍ پر تطبیقي پلان، د لبنیاتو د پروسس فابریکې د جوړېدو پر طرحې او د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د جوړیدو د داوطلبۍ پر پروسې بحث وکړ.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او خصوصي سکتور معین فیروز خان مسجدي له مستهلکینو څخه د ملاتړ د ملي پالیسۍ تطبیقي پلان وړاندې کړ.

هغه وویل، له مستهلکینو څخه د ملاتړ د ملي پالیسۍ د دغه تطبیقي پلان موخه د حقوقو، مسوولیتونو او مکلفیتونو په اړه د مستهلکینو او متشبثینو پوهاوی او د مستهلکینو د ملاتړ اړوند موضوعات، مستهلکینو په ملاتړ د مدني ټولنې دخیلول، د ناخوندي او غیرمعیاري توکو مخنیوی، د مستهلکینو شکایتونو ته د رسیدګۍ له لارې په  سوداګریزو معاملاتو کې د مستهلکینو په ملاتړ د تقلبي، ګمراه کوونکو سوداګریزو اعلانونو مخنیوی دی.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته له مستهلکینود ملاتړ د ملي پالیسۍ تطبیقي پلان تصویب کړ. جمهوررئیس وویل، د دغه پلان په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو تعقیبي میکانیزم ته اړتیا لري او هرې ادارې ته  باید یو روښانه ضرب الاجل وټاکل شي چې پر ټاکلي وخت خپلې پالیسۍ تطبیق کړي.

وروسته د لبنیاتو د پروسس فابریکې د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت یو تن مسوول غونډې ته وړاندې کړه.

هغه د لبنیاتو د صنعت د پراختیایي پروژې، د لبنیاتو فابریکې د تاسیس، د شیدو فابریکې د پروسس لپاره د ځمکې برابرولو، د فابریکې د ادارې او مدیریت او موډل په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

غونډه کې خصوصي سکتور ته د یادې فابریکې د مدیریت پر سپارلو ټینګار وشو، جمهوررئیس غني د یادې فابریکې له تاسیس سره د موافقې څرګندولو ترڅنګ وویل، د ځمکې اداره دې یادې فابریکې لپاره د ځمکې د برابرولو په برخه کې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي او د فابریکې لپاره دې مناسب ځای وټاکل شي.

هغه وویل، له هغو ولایتونو چې شیدې واردېږي او واټن یې لږ وي، د کرنې وزارت باید تخنیکي پوښتنو ته چې په دې برخه کې شته د قناعت وړ ځواب ووايي.

جمهوررئیس زیاته کړه: هغه حکومتي بنسټونه چې لبنیاتو ته اړتیا لري، خپل د اړتیا وړ لبنیات دې له یادې فابریکې واخلي.

د غونډې په پای کې د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو د داواطلبی پروسه د کانونو او پترولیم وزارت د یو تن مسوول له خوا غونډې ته وړاندې شوه.

هغه وویل، د یادې فابریکې د جوړولو د داوطلبۍ پروسه د افغانستان لوژستیک د لیګو خدمتونو کنسرسیوم ته ورکړل شوې وه چې د قرارداد د بیا کتنې وروسته  د کانونو او پترولیم وزارت پکې ځینې ستونزې په نښه کړې؛ نو ځکه وړاندیز کېږي چې  د داوطلبۍ دغه پروسه دې فسخه شي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد قرارداد فسخه کړ او جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د کانونو او پترولیم وزارت د وړاندیز سره سم دې دغه قرارداد بیا ځلي د داوطلبۍ اعلان ته وسپارل شي.