جمهوررئیس غني د لوګر د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره لازم هدایات ورکړل

جمهوررئیس غني د لوګر د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره لازم هدایات ورکړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال په هغه امنیتي غونډه کې ګډون وکړ چې د دغه ولایت والي او امنیتي مسوولانو هم په کې حضور درلود.

امنیتي مسوولانو د لوګر د امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ او وې ویل، په دغه ولایت کې میشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړې همغږۍ د دغه ولایت د اوسېدونکو د امنیت په تامین مصروف دي.   

هغوی وویل، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د امن په فضا کې روان دی او موږ هڅه کوو چې وطنوال مو په امنیت کې خپل ورځنی کار او ژوند ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس غني د لوګر ولایت د امنیتي مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته په دغه ولایت کې د سرتاسري امنیت په تامین او په موثره توګه له ځواکونو څخه په استفادې ټینګار وکړ.

 هغه زیاته کړه، د هوايي ځواکونو همغږي او موثریت باید زیات شي او هم دې منظم امنیتي پلان ترتیب او عملي شي چې د ټول لوګر په وضعیت کې ښه‌والی راشي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0