جمهوررئیس غني په کابل کې استوګن د الازهر جامعې استادانو سره د روژه ماتې مېلمستیا کې وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې استوګن د الازهر جامعې استادانو سره د روژه ماتې مېلمستیا کې وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د الازهر جامعې له استادانو سره چې د کابل په بېلابېلو مدرسو کې تدریس کوي د ماښام لمونځ اداء او روژه ماتی وکړ.

د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په کابل کې د مصر سفیر هم حضور درلود، ډاکټر مصطفی عبدالجلیل د وینا پرمهال جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د مصر د جمهوررئیس او د الازهر جامعې د رئیس د سلامونو او نېکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ د خپلو فعالیتونو په ځانګړي ډول د افغان ځوانانو د روزنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه له جمهوررئیس څخه د مېلمستیا له امله مننه وکړه وې ویل، افغانستان او مصر پخوانۍ اړیکې لري او موږ ویاړو چې په افغانستان کې د عربي ژبې او انساني علومو د تدریس په برخو کې فعالیت کوو.

جمهوررئیس غني د مصر د الازهر جامعې د استادانو د عبادتونو او طاعاتو د قبلېدو هیله وکړه، وې ویل: افغانستان او مصر پخواني او دوامداره علایق لري او دا مناسبتونه هراړخیز او اصولي دي چې په بېلابېلو برخو کې دوام لري.

هغه زیاته کړه افغان سیدجمال الدین او محمدعبده له فکري اړخه د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او مصر ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې اساسي رول لرلی دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، له الازهرشریف سره زموږ اړیکي مهمې او زموږ لپاره ویاړ دی، دغه راز په افغانستان کې پر بېلابېلو شخصیتونو د الازهرشریف تاثیر په ښه ډول له ورایه معلومېږي.

جمهوررئیس غني د الازهر شریف جامعې د استادانو رول د اسلامي ارزښتونو په پېژندنې او د عامه ذهنیتونو د روښانولو په برخه کې مهم وباله وې ویل، د قانون په ځانګړي ډول د جزایي او مدني قوانینو په برخه کې د مصر تجربې زموږ لپاره مهمې دي.

د هېواد جمهوررئیس د مسلمان امت پر یووالي ټینګار وکړ او یادو استادانو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.

د دې کتنې په پای کې ډاکټر مصطفی عبدالجلیل جمهوررئیس غني ته لوح تقدیر ورکړ او هغه ته یې د لازیاتې بریا هیله وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0