د  ملي وحدت شهید عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  جنایتکاره دښمنانو  نن د ملي وحدت شهید عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د تروریستي برید په ترسره کولو سره زمونږ یوشمېر هېوادوال شهید او ټپیان کړل. جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې د غندنې پرمهال وویل: پر ولسي غونډو برید، جنایتکارانه عمل اود ولسواکۍ او مدني  ارزښتونو سره دښمني ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د امنیت د تامین په خاطر له ټولو امکاناتو استفاده کړې او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې ونه سمپوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې  روغتیا هیله کوي.