جمهوررئیس غني: د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پېژندنې تقنیني فرمان سبا صادرېږي

جمهوررئیس غني: د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پېژندنې تقنیني فرمان سبا صادرېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د ساداتو قوم یو شمېر مشرانو، متنفذینو، علماو او ځوانانو سره په سلامخانې ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي اراکینو هم حضور درلود، جمهوررئیس غني وویل، نن د ویاړ ځای دی چې د ساداتو قوم استازي په خپل کور، جمهوري ریاست کې حضور لري.

هغه زیاته کړه، د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد (ص) شخصیت، سیرت او مقام ته درناوی په دایمي توګه د هر افغان او مسلمان په وینه کې دی او تل په ستونزو او سختو انتخابونو کې د محمد (ص) سیرت زموږ مخته و او وي به. جمهوررئیس وویل، د افغانستان سادات یوه نمونه او مفکوره دي چې په ټولنیزو علومو کې ورته معنوي پانګه وایي او دا ستاسو له نسب څخه سرچینه اخلي. هغه همدارنګه د سادات قوم د لویو شخصیتونو لکه سیدجمال الدین افغان، شهید سیداسماعیل بلخي، شهیدسیدبهاوالدین مجروح، مرحوم پیرسیداحمدګیلاني او د هیواد د مشهور شاعر فروغ نادري نومونه یاد کړل.

جمهوررئیس غني د ساداتو قوم له لوري ده ته ډالۍ کړې سپینې چپنې ته په اشارې وویل، دا چپن د سولې، ګډ اوسېدو او ملي یووالي پیغام لري او موږ د ټولو افغانانو لپاره تلپاټې او باعزته سوله غواړو، دا قومي او سمتي نه ، بلکې سوچه افغاني سوله ده. د هیواد جمهوررئیس ټاکنې یوه مهمه وجیبه وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې ځان انتخاباتو ته بسیج کړي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

جمهوررئیس د شهید سیدمصطفی کاظمي او مرحوم سترجنرال سید حسین انوري روح ته د دعا ترڅنګ سادات قوم ته په خطاب کې وویل، د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پېژندنې لپاره سبا تقنیني فرمان صادرېږي.   د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، سادات په اسلامي نړۍ کې د پیغمبر (ص) نسب، د باطمه الزهرا اولاده او د اهل بیت نسل دی.

هغه زیاته کړه، موږ د حکومت او د افغانستان د خلکو او ټولنې په کچه ساداتو ته ځانګړی درناوی لرو او د دوی تاریخي رول او مقام ته واقف یوو. دې قوم په ۱۴ پېړیو کې لوی خدمتونه کړي او له هغوی څخه لوی شخصیتونه لکه سیدجمال الدین افغان چې د اسلامي نړۍ او په بین المللي کچه پېژندل شوې څېره ده او علامه سیداسماعیل بلخي چې د هیواد مبارز، سیاستمدار، توانا خطیب او نومیالی شاعر دی، د ساداتو له منځ څخه راټوکېدلي دي.

استاد دانش د دې په ویلو سره چې د اسلام مقدس دین پر فردي ارزښتونو ټینګار لري وویل، په رنګونو، ژبو او نژادونو کې تفاوت طبیعي او د خدای تعالی دخلقت ښکارندوی دی. د جمهوررئیس دویم مرستیال ټینګار وکړ چې د هیواد د اساسي قانون په اساس د افغانستان ملت د هیواد له ټولو قومونو تشکیل شوی او دا لوی ملي هویت باید موږ له ملي یووالي او ملي ګټو غافل نه کړي. هغه د هزاره قوم او سادات تر منځ د بېلوالي او نفاق هر ډول  اواز د دښمن غږ وباله.

استاد دانش وویل، زه د ۱۴ نورو قومونو تر څنګ د سادات قوم رسمي کېدلو وړاندیز سره کاملاً موافق یم او په دې اړه هیڅ قانوني او حقوقي مانع وجود نه لري. په دې کتنه کې سیداسحق ګیلاني د سادات قوم په اړه خبرې وکړې او وې ویل، افغانستان ښکلي بڼ ته ورته دی چې د افغان په نوم ګلدستې څخه جوړ دی او موږ د افغان په نوم ویاړو.

همدارنګه بي بي نګارین کیاني خبرې وکړې او د جمهوررئیس د اقتصادي برنامو او د لویو ملي پروژو د تطبیق د ستاینې ترڅنګ وویل، سادات قوم او د افغانستان ملت په بېلابېلو برخو کې ستاسو د برنامو او مدیریت ملاتړ کوي. په همدې ترتیب حجت الاسلام سیدسکندر شاه بلاغي سوله او امنیت د افغانستان د خلکو هېمشنۍ هیله وبلله او وې ویل، د افغانستان خلک تلپاټې سولې او ثبات ته لېواله دي او سوله مهمه ملي مسله ده.

هغه د دې ترڅنګ چې په الکترونیکي تذکره کې د سادات قوم د درج کولو غوښتنه وکړه، د رڼو ټاکنو ترسره کول یې له ستونزو څخه د افغانستان د وتلو یوازینۍ لاره وبلله او ټینګار یې وکړ چې بل هیڅ دلیل د منلو وړ نه دی. د دې کتنې په جریان کې د سادات قوم په استازیتوب د دې قوم یو شمېر مشرانو یو ټوک قرانکریم، لوح تقدیر او یوه چپن جمهوررئیس ته هدیه او همدارنګه یوه چپنه استاد سرور دانش ته ډالۍ کړه. #