د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مرحوم آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا په مراسمو کې چې نن تر غرمې مخکې د جمهوري ریاست د دلکشا ماڼۍ جامع جومات کې ترسره شول، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د هېواد پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د کابینې یو شمېر غړو، د پارلمان وکیلانو، دولتي مقاماتو، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا او د اهل تشیع علماوو شورا رئیسانو او یو شمېر غړو او د مرحوم آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني پیروانو هم ګډون کړی وو.

جمهوررئیس غني او د فاتحې نورو ګډون کوونکو، د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني روح ته د دعا ترڅنګ، هغه ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.