جمهور رئیس غني: د زابل پوهنتون به د مېرویس نیکه په نوم شي

جمهور رئیس غني: د زابل پوهنتون به د مېرویس نیکه په نوم شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن غرمه د دغه ولایت د پوهنتون استادانو، ښوونکو، ځوانانو، مدني ټولنې او ښځو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې د دوی نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په دغه کتنه کې محمدرسول بریال د پوهنتون د استادانو، ډاکټر عصمت الله د ښوونکو، روح الله رشیدي د ځوانانو، نظیفې جلالي د مدنې ټولنې، وږمې توخي د ښځو او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازې زهرا توخي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوی، د ظرفیت لوړولو، د زراعتي او اقتصادي ځان بسیاینې، د کرنې پوهنځي د ایجاد، د تدریسي او اداري ودانیو او کتابتون د جوړولو، پوهنې ته د پاملرنې، د تړلو ښوونځیو د بیا پرانیستلو، د تحصیلي بورسیو د ورکړې، د ښوونکو د ښارګوټي، د اوبو د مهارولو، د پوهنتون د انکشاف، برېښنا، ورزشي کمپلکس، د بندیانو د دوسیو د څېړلو، د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي، پر ځوانانو د پانګونې او د تحصیلې زمینې د برابرولو په برخو کې خپلې غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د واضح  غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو په خاطر مننه وکړه او وې  ویل، موږ باید یوه بل ته لاس ورکړو، په محدودیتونو او فرصتونو باید پوه شو چې څه شی موږ ته په میراث رسېدلي او په تېرو پنځو کلونو کې مو څه کړې.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د زابل په سیمه ییزه حکومتولۍ کې به ژور بدلون راشي او د خالي بستونو د ډکولو په خاطر به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یو پلاوی دې ولایت ته راشي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، سږ کال ډېره بودجه د زابل پوهنتون ته ځانګړې شوې ده، اداري تعمیر او کتابتون به یې جوړ او د زابل پوهنتون به د مېرویس نیکه په نوم شي.#