جمهوررئیس غني د اسیايي پراختیایي بانک لوی رئیس سره وکتل

جمهوررئیس غني د اسیايي پراختیایي بانک لوی رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مرکزي او لویدیځې اسیا لپاره د اسیايي پراختیايي بانک لوی رئیس ورنر لیپاچ سره وکتل.

په دغه کتنه چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، له افغانستان سره د اسیايي پراختیایي بانک د مرستو په ځانګړي ډول له زېربنایي او ترانسپورټي برخو څخه د دغه بانک د ملاتړ او تمویل په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مرکزي او لویدیځې اسیا لپاره د اسیايي پراختیايي بانک لوی رئیس د هغو پروژو په اړه چې یاد بانک یې په افغانستان کې ملاتړ کوي معلومات ورکړل او وې ویل، زموږ برنامې د افغان دولت له لومړیتوبونو سره همغږې مخته ځي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اسیايي پراختیایي بانک د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، هغه پروژې چې اسیايي پراختیایي بانک یې تمویلوي د افغانستان د دوامداره ودې لامل ګرځي او زموږ لپاره زیاتې باارزښته دي.