جمهوررئیس غني د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د خبریال مجاهد کاکړ د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه

جمهوررئیس غني د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د خبریال مجاهد کاکړ د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۲مه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني  د طلوع ټلویزیون د خبریال مجاهد کاکړ د کورنۍ له یو تن غړي سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د هغه  د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه.

خبریال مجاهد کاکړ چې د ورپیښې ناروغۍ له امله د آلمان هېواد په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی، د هېواد جمهور رئیس، نن د ټیلیفون له لارې د هغه د روغتیایې حالت پوښتنه وکړه، د هغه کورنۍ ته یې د لوی اختر مبارکي وویله او مجاهد کاکړ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه