جمهور رئيس غني د افغانستان د ترکمن قوم د شورا له ځینو غړو سره وکتل

جمهور رئيس غني د افغانستان د ترکمن قوم د شورا له ځینو غړو سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د ترکمن قوم د شورا ځینو غړو ته په ارګ کې د اختر مبارکي وویله.

ترکمن قوم جمهور رئیس غني ته د جمهوري ریاست موقف ته د رسېدو له کبله مبارکي وویله او په ټولو چارو کې يې ورته د بریاليتوب هيله وکړه او د انتخاباتو په دواړو پړاوونو کې يې د افغانستان د خلکو د پراخې ونډې ستاینه وکړه او دا یې یو تاریخي ویاړ وباله.

دوی همداراز د ترکمنانو په ځانګړې توګه د ترکمن مېرمنو د غالۍ اوبدلو او کرنې په برخو کې د لويې ونډې یادونه وکړه او له جمهور رئيس څخه يې په دې برخه کې د ملاتړ هیله څرګنده کړه.

د افغانستان جمهور رئيس د دوی له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د هلمند پنبې ته د بازار موندنې ترڅنګ به د کندز او تخار د پنبې د کر او بازار موندنې د پراختیا په برخه کې هم هڅه وکړي.

جمهور رئيس هيله څرګنده کړه چې د دغه هېواد په ودانولو کې باید هر افغان ګام په ګام مساویانه ونډه واخلي