جمهور رئيس غني د ترکيې له جمهور رئيس او د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر سره ټلیفوني خبرې وکړې

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن ماښام د ترکيې له جمهور رئيس رجب طیب اردوغان او د نړۍ د اسماعيلیه فرقې مشر والا حضرت شهزاده کریم آغاخان سره په ټلیفوني اړيکه کې اختر مبارکي وویله.

په دغو ټلیفوني خبرو کې جمهور رئيس غني د ترکيې له جمهور رئيس اردوغان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په دغو ټليفوني خبرو کې جمهور رئيس غني د ترکيې جمهور رئيس اردوغان ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.

جمهور رئيس غني همداراز د نړۍ د اسماعيلیه فرقې مشر والاحضرت شهزاده کریم آغاخان سره په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د آغاخان د مرستندویه ټولنې له خدمتونو څخه مننه وکړه.