جمهور رئيس غني د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره وکتل

جمهور رئيس غني د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د عدالت او پراختیا ګوند له ځينو غړو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه.

د دغه ګوند غړو جمهور رئيس غني ته د جمهوري ریاست د تبريکۍ په ترڅ کې محمد اشرف غني د افغانستان د آبادولو په برخه کې ژمن وباله. دوی همداراز هيله څرګنده کړه چې دغه حکومت به یو عدالت محوره او له هېڅ ډول تبعیض پرته حکومت وي.

جمهور رئيس غني، د عدالت او پراختیا ګوند ته هيله څرګنده کړه چې د ملت د همکاريو له لارې د افغانستان سیاست، د تکامل مرحلې ته رسيږي او دا به د هېواد له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.

محمد اشرف غني د افغانستان په ادارو کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او ځوانان يې د کار محور وبلل او دا يې شعار نه، بلکې د حکومت یو عملي ګام وباله.