جمهور رئيس غني د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له استازو او استادانو سره وکتل

جمهور رئيس غني د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له استازو او استادانو سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مرکزي سیمو له مخورو، د ځینو بنسټونو له غړو او استادانو سره په ارګ کې اختر مبارکي وکړه.

په دغه کتنه کې راغلو مېلمنو د دولتي او شخصي پوهنتونونو د پیاوړتیا، د غوره حکومتوالۍ او د اداري فساد پروړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او د ځينو ولایتونو د لويو لارو او د غزني ولایت د امنیت په اړه يې خپل وړانديزونه جمهور رئيس ته وړاندې کړل.

جمهور رئيس غني د غونډې د ګډونوالو د غوښتنو په اړوند وویل چې د غوره حکومتوالۍ په برخه کې سمون، د جمهوري ریاست له دفتره پیل او د چارو په اداره کې د ځوانان ټاکل یو مهم ګام دی.

جمهور رئيس زیاته کړه چې ملي ګټې ورته ډېرې مهمې دي او د ده په اداره کې به کار کول یو امتیاز نه بلکې یو مسوولیت وي.

محمد اشرف غني د غوره حکومتوالۍ او د فساد پروړاندې په جدي مبارزه کې د افغانستان د خلکو همکاري او ملاتړ ډېر مهم وباله.

جمهور رئيس څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو په برخه کې به هغه اصلاحات چې تاسو يې غواړی، راشي او په دې برخه کې به په نږدې وخت کې د پرمختګ لپاره پانګونه هم وشي.

جمهور رئیس وویل چې د لویو لارو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې به جدي ګامونه اوچت شي.