جمهور رئيس غني د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

جمهور رئيس غني د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۲مه

 د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د شنبې د ورځې په سهار د تشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ .

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د نيکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او د نيکمرغه لوی اختر له امله يې هغوی ته مبارکي وويله.

جمهوررئیس محمد اشرف غني بیا په خپله اختریزه وینا کې د افغانستان مسلمان ولس او د نړۍ مسلمه امت ته د لوی اختر مبارکي وويله او د لوی خدای له درباره یې په هېواد کې د سراسرۍ سولې  او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس غني د افغانستان له پخواني جمهور رئیس حامدکرزي څخه د افغانستان د ټول ملت او سیاسي قشر په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه، وې ویل: (( جمهور رئیس کرزي د دې زمینه برابره کړه چې د افغانستان په ویاړلي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ له یو منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته  ملي اقتدار په سوله ایز ډول انتقال شي.))

محمد اشرف غني له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه د مننې په ترڅ کې وویل: (( د ملي وحدت د حکومت له شریک ډاکتر عبد الله عبدالله څخه قدرداني کوو چې د ملت غوښتنې یې ومنلې او دا یې ثابته کړه چې د افغانستان ملت یو موټي او واحد ملت دی او هیڅکله هم د پردیو په توطیه نه بې اتفاقه کیږي .))

جمهوررئیس غني د اختر فضیلت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: (( د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص)  د اختر په ورځوکې جګړه منع اعلان کړې وه او د عربو په ټولو جزیروکې د اختر په ورځوکې جګړې بندې وې.))

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: (( ټولو سیاسي مخالفینو ته په واضیح توګه وایو چې جنګ د افغانستان د ستونزې د حل لاره نه ده. یوه بین الافغاني دوامداره سوله د حل یوازینې لاره ده او ضروري ده چې هر سیاسي اختلاف په سیاسي لارې حل شي.))

محمد اشرف غني د هېواد د وسله وال پوځ د منسوبینو له فعالیتونو او د هغوی له شهادتونو او قربانیو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: (( امنیت او سوله د یوبل مخالف نه دي، د یوبل متمم دي. موږ په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لرو.))

د هېواد جمهور رئیس خپلو لومړنیو فعالیتونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ((‎ د ملي وحدت حکومت خپلې لومړنۍ ژمنې ترسره کړې. د کابل بانک دوسیه مو بیا پرانیستله، د امنیتي چارو او امنیت د ښه والي  لپاره مو اقدام وکړ. موږ غواړو د لوی خدای په نصرت د افغان ولس غوښتنو ته ځواب و وایو او دا په عمل کې ثابته کړو چې موږ د دې ولس رښتیني خادمان یو.))

د نيکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې چې د ارګ د جامع جومات د امام په امامت ادا شو د هېواد پرجمهور رئیس سربیره د جمهوري رياست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبد الله، د هغه مرستیال محمد محقق، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، یو شمېر جهادي رهبرانو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس، علمي او فرهنګي شخصیتونو، دکابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامي هيوادونو ځینوسفيرانو او د وسله وال پوځ  یو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله.