جمهور رئيس غني د ۴۰۰ بستریز له روغتون څخه کتنه وکړه

جمهور رئيس غني د ۴۰۰ بستریز له روغتون څخه کتنه وکړه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د اختر په دویمه ورځ د سردار محمد داود خان له۴۰۰ بستریز روغتون څخه کتنه وکړه.

جمهور رئیس غني له ۴۰۰ بستریز روغتون څخه د کتنې پرمهال د دغه روغتون له کارکوونکو، پوځي او ملکي ناروغانو او ټپیانو سره اختر مبارکي وکړه.

جمهور رئيس غني په دغه کتنه کې د امنیتي ځواکونو له ټپیانو او ملکي ناروغانو څخه د هغوی روغتیا يي حالت وپوښت او مسوولینو ته يې هدایت ورکړ چې په دغه روغتون کې شته ستونزې راکمې او ناروغانو ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهور رئيس د روغتون مسوولینو ته وویل چې د ناروغانو د لیدلوري له مخې باید یوه بې طرفه او سراسري څېړنه وشي، ترڅو پوه شو چې ناروغان له څه ډول ستونزو سره مخامخ دي چې ژر ترژره ورته د حل لاره ولټول شي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د دغه روغتون له کارکوونکو ملاتړ کوي خو شته ستونزې باید سره شريکې او د حل لاره ورته ولټول شي