جمهور رئیس غني، محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا کارکوونکو ته ور وپیژانده

جمهور رئیس غني،  محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا کارکوونکو ته ور وپیژانده

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۹مه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي امنیت شورا کار کوونکو ته رسماً ور وپیژانده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغو مراسموکې د ملي امنیت د پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا له خدمتونو څخه قدرداني وکړه، وې ویل: هغه خدمتونه چې ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د افغانستان لپاره کړي دي د ستاینې او قدر وړ دي.

جمهور رئیس وویل، ډاکتر سپنتا په نورو بېلابېلو برخوکې پر خپلو خدمتونو سربیره د هېواد د اوبو د زیرمو او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې هم نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي چې موږ یې قدر کوو.

محمد اشرف غني له محمد حنیف اتمر څخه مننه وکړه چې د افغانستان د تاریخ په دغه مهم پړاوکې یې د ملي امنیت مشاوریت ومانه.

جمهور رئیس، په دولت کې د محمد حنیف اتمر له دندو څخه د یادونې په ترڅ کې وویل: ښاغلي اتمر د کليو د پرمختیا، پوهنې او د کورنیو چارو په وزارتونوکې غوره خدمتونه ترسره کړي دي او د بنسټ جوړونې په برخه کې یې له ځانه ستر میراث پرې ایښی دی.

محمد اشرف غني وویل، هغه بنسټ چې جمهور رئیس کرزي او ډاکتر سپنتا د ملي امنیت د سیاست په برخه کې ایښی دی، موږ به هغه ته دوام ورکړو.

د هېواد جمهور رئیس،  محمد حنیف اتمر ته په نوې دنده کې د بریالیتوب  هیله وکړه.

محمد حنیف اتمر په ده باندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا له شوي باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په قوي ایمان او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې به خپله دنده ترسره، هېواد او نظام ته به وفادار پاتې شي او دغه وفاداري به د هېواد د ملي ګټو د تامین لپاره په عمل کې ثابته کړي.