د افغانستان جمهور رئیس د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر سره وکتل

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر ین ویمنګ سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي  ین ویمنګ د چین د جمهوررئیس نیکې هیلې او سلامونه محمد اشرف غني ته و رسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د هغه د ټاکل کېدو له امله یې ورته مبارکي وویله.

ښاغلي ین ویمنګ وویل چې چین له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ دوام ته ارزښت ورکوي او د افغانستان استقلال، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي کوي.

د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې خپلو وړیا مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د پانګې اچونې کچه پراخه کړي.

ښاغلي یم ویمنګ، تروریزم د دواړو هېواد پر وړاندې ګډ ګواښ وباله او د دغې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې باندې ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې د استانبول د بهیر په څلورم کنفرانس کې چې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په وروستیوکې د دغه هېواد د تیانجین په ښارکې جوړیږي، ګډون وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د ده د لوړې په مراسموکې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت د وزیر د ګډون او په تیرو کلونو کې له افغانستان سره  د چین د مرستو له امله مننه وکړه او څرګنده یې  کړه  چې د افغانستان حکومت د دې غوښتونکی دی چې د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

محمد اشرف غني، تروریزم  د سیمې په کچه یو مشترک ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته د سولې راوستل یې د حکومت لومړیتوب دی.

د هېواد جمهوررئیس هیله څرګنده کړه چې د چین  بازارونو ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو د لارې موندنې په برخه کې د هغه هېواد چارواکې لازمه همکاري وکړي.

محمد اشرف غني د وریښمو د لارې د بیا فعالیدو په اړه د چین د نظر ملاتړ وکړ، وې ویل چې د دغې لارې بیا فعالېدل فرهنګي او اقتصادي ګټې له ځان سره لري چې افغانستان یې د بیا فعالېدو غوښتونکی دی.