د جمهور رئیس غني په مشرۍ دکابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دکابینې غونډه جوړه شوه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍکابینې پرون له غرمې مخکې غونډه وکړه.

په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي د ۱۳۹۵ ل کال د کابینې له یو څخه تر ۱۵ مصوبو پورې د تحقق د پرمختګ راپور غونډې ته وړاندې کړ. نوموړي د چارو ادارې عمومي ریاست کې د الکترونیکي حکومتولۍ سیستم د ایجاد په اړه چې د کابینې د مصوبو او د هېواد د جمهور رئیس د لارښوونود تعقیب لپاره موثر وو او په دې برخه کې یې د وزارتونو او جمهوري ریاست تر منځ زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، معلومات ورکړل او د شفافیت تامین، اداري فساد سره مبارزه او په لږ وخت کې د ښو خدماتو وړاندې کول یې د یاد سیستم د ایجاد موخې وبللې.

د چارو ادارې عمومي رئیس زیاته کړ؛ د چارو ادارې الکترونیکي حکومتولۍ سیستم هغه مولفې په بر کې لري چې د موضوعاتو د تعقیب، راپور ورکولو، راپور اخیستلو او د  اسنادو د پړاونو بشپړولو کې ورڅخه استفاده شوې ده. دا سیستم په تېرو دوه کالو کې تر زیاتې اندازې له بېلابېلو انکشافي پړاونو څخه تېر شوی او د ترلاسه شویو تجربو په اساس د افغانستان اداري سیستم سره عیار شوی او وروسته په دې اداره کې د لارښوونو د تعقیب  د مشخصې برخې لپاره ایجاد شوی دی.

په همدې ترتیب د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د دولت چارو د انسجام مرستیال محمد هارون چخانسوري د کابینې د مصوبو د تحقق د ننګونو او حل لارو او د عالي مقام د لارښوونو او د الکترونیکي حکومتولۍ سیستم د معرفي په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل. هغه د چارو ادارې د پخواني او اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د دې ادارې اساسي نقش یې د جمهوري ریاست عالي مقام سره د وزارتونو د اړیکې ورکولو د مرکزي هستې په توګه تشریح کړ.

محمد هارون چخانسوري د الکترونیکي حکومتولۍ د تشریح په ترڅ کې نوی سیستم معرفي کړ، پخواني سیستم سره د اوسني سیستم تفاوتونه یې په مقایسوي توګه مطرح او د کار د حجم، تشکیلاتي اصلاح، د اسنادو د پروسس د عمومي میکانیزم، د جمهوري ریاست مقام د لارښوونو د تعقیب د ډول او د کابینې د مصوبو د تعقیب په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل. نوموړي د مصوبو د تحقق په موخه موثر مېتودونه غونډې ته توضیح او په تېره یوه میاشت کې د کابینې د مصوبو د تطبیق بهیر د ښه والي په اړه یې راپور ورکړ.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست مرستیال د کابینې د مصوبو د زیات تحقق په خاطرپه وزارتونو او دولتي ادارو کې د کابینې د مصوبو او د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تعقیب لپاره د زیاتې همغږۍ په موخه د مشخصې کمېټې د تعین، د کابینې د اجنډا د ترتیب لپاره مشخص سیستم او فارمټ څخه د استفادې او د تحلیلي وړاندیزونو تطبیق او د مصوبو د زیات تحقق په خاطر د ټاکلو مېتودونو وړاندیزونه غونډه کې مطرح کړل.

کابینې د الکترونیکي حکومتولۍ سیستم ایجاد تائید کړ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې ریاست یې موظف کړ چې د حکومت په کچه د دې سیستم  بنسټي کولو کې دولتي ارګانونو سره لازمه همکاري وکړي او دولتي ارګانونه مکلف دي چې خپل مراسلات د دې سیستم له لارې ولېږي.

په همدې ترتیب د کابینې غونډې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون موظف کړ چې په وزارتونو او دولتي ادارو کې د همغږۍ هستې د ایجاد په اړه د ګټور تشکیل طرحه له چارو ادارې او بین الوزارتي سره ترتیب د هغه کاري میکانیزم سره یو ځای د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

همدارنګه کابینې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د طرحو فارمټ او وړاندیزونه د کابینې د مصوبو د تحقق د ننګونو او حل لارو په اړه تصویب کړ، وزارتونه او دولتي ادارې یې د هغه په تطبیق مکلفې کړې.

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د شکنجې د منع کنوانسیون اختیاري پروتوکول سره د افغانستان د یو ځای کېدو موضوع غونډې ته وړاندې او یادونه یې وکړه؛ د شکنجې د منع کنوانسیون د ۱۹۸۴ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه د ملګرو ملتونو سازمان  د عمومي مجمع نهه دېرشمه غونډه کې په ۳۹/۴۶ ګڼه پرېکړه لیک کې تصویب کړې چې افغانستان یاد کنوانسیون د ۱۹۸۵کال د فبروري په ۴ نېټه لاسلیک او د ۱۹۸۷ کال د اپریل په لومړۍ نېټه له هغه سره یو ځای شوی دی.

همدارنګه یې زیاته کړه، د شکنجې د منع کنوانسیون اختیاري پروتوکول چې په ۲۰۰۲ کال د ملګرو ملتونو سازمان تصویب کړی، په توقیف  خانو، محبسونو او د ازادۍ د سلب نورو ځایونو کې د شکنجې او بې رحمانه، غیر انساني او سپکونکو رفتارونو د مخنیوي او مبارزې لپاره یوه بین المللي معاهده ده.

هغه زیاته کړه چې دا سند د شکنجې د منع کنوانسیون متمم دی او د کنوانسیون د ښه او موثر اجرا لپاره برابر شوی دی؛ او غړو هېوادونو سره مرسته کوي تر څو وکولای شي کنوانسیون په سمه توګه تطبیق کړي او خپل تعهدات د دې سند په نسبت په بریالیتوب ترسره کړي، همدارنګه په دې موخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۱۲ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په عنوان ګډ لیک کې د شکنجې د منع کنوانسیون د اختیاري پروتوکول د لاسلیک غوښتنه کړې.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د شکنجې د منع کنوانسیون اختیاري پروتوکول سره د افغانستان یو ځای کېدل له هر اړخیز بحث وروسته تآئید کړ، بهرنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې د یو ځای کېدو پروسه پیل کړي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور هم د موضوع په اړه له حقوقي او قانوني پلوه او همدارنګه  د شکنجې د منع کنوانسیون د شلمې مادې حق الشرط څخه انصراف په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، د بشري حقونو له نظره د شرط حق رفع کول د ازادۍ د سلب ځایونو، توقیف خانو او محبسونو کې د افرادو د بشري حقونو د تامین او ارتقا لامل کېږي.

د عدلیې وزیر د جزایي محاکمو د اصولو قانون د لومړۍ ګڼې ضمیمې د ځینو موادو د تعدیل د اړتیا په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د عدلیې وزیر او لوی څارنوال د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې موظف کړل چې د افغانستان د اساسي قانون او د ټولو اړوندو نافذ قوانینو صراحت ته په پام د جزایي محاکمو اصولو قانون د تعدیل اړتیا مطالعه او د عدلي او قضایي کمېټې له تائید وروسته یې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د کابینې په دې غونډه کې د کانکوز ازموینې کمېټې د غړو د حق الزحمې مقررې طرحه، د ملي هوایي حمل او نقل موسسو د ایجاد او فعالیت د مقررې طرحه، د خصوصي ډله ییزو رسنیو د تاسیس او فعالیت طرز د تعدیل او زیاتوالي طرحه،  د تحصیلي اسنادو ارزونې مقررې د دریمې مادې ۲ فقرې او اتلسمې مادې طرحه، چې یادې طرحې د قوانینو کمېټې غونډو کې تائید شوي، د عدلیې وزیر مطرح او د دغو طرحو د موخو او د ایجاد د اړتیا په اړه یې مفصل توضیحات ورکړل.

غونډې له هر اړخیز بحث وروسته د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر نظر لاندې د عدلیې او لوړو زده کړو وزیران موظف کړل چې د لوړو زده کړو وزارت وړاندیزونو ته په پآم د کانکور ازموینې کمېټې غړو حق الزحمه تصحیح او نهایي کړي.

کابینې د هوایي حمل او نقل موسسو د فعالیت د ایجاد مقررې طرحه تصویب نه کړه، د اقتصاد او ټرانسپورټ وزیران او په مالي او بانکي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار یې موظف کړل چې د لایسنس د اجرا شرایط د بین المللي معیارونو مطابق تصحیح، د الوتنې د مصونیت  او د طیارو د چک برخه کې د هوایي شرکتونو مسوولیتونه مشخص کړي، یاده مقرره تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب کابینې د خصوصي ډله ییزو رسنیو د تاسیس د طرز او فعالیت د تعدیل او زیاتوالي طرحه تصویب نه کړه او د عدلیې، مالیې، مخابراتو، اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونه او په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار یې موظف کړل چې د تصویري رسنیو د برخې فیسونه له فریکونسي څخه استفادې ته په پام بیا وګوري او پر هغه بنا برابر شوی تعدیل تصحیح او توافق شوې طرحه د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

کابینې د تحصیلي اسنادو د ارزونې مقررې د دریمې مادې ۲ فقره او اتلسمه مادې د تعدیل طرحه تصویب کړه.

په همدې ترتیب په نشه یي توکو د روږدو د ژغورنې لپاره د بسپنې صندوق اساسنامې طرحه په ۴ څپرکو او ۲۳ مادو کې د عدلیې وزیر غونډې ته وړاندې کړه. دا طرحه د خلکو، مدني بنسټونو، غیر دولتي موسسو، بین المللي سازمانونو او بهرنیو دولتونو د نغدي او جنسي مرستو برابرولو اومشارکت  او د نشه یي توکو د روږدو د درملنې پروسې د ملاتړ په موخه ترتیب او د قوانینو کمېټې تائید کړه.

کابینې د مالیې او عدلیې وزارتونه موظف کړل چې یاده اساسنامه د بودجې اصولنامې مطابق مطالعه کړي که قانوني موانع ونه لري، د کابینې راتلونکې غونډې ته دې وړاندې کړي.

همدارنګه د عدلیې وزیر د افغانستان برېښنا شرکت اساسنامې د یو دېرشمې مادې د ۲ فقرې ۵ جز د تعدیل طرحه مطرح کړه. د دې اساسنامې د یودېرشمې مادې د ۲ فقرې د ۵ جز مطابق د پانګونې ادارې (ایسا) استازي د شرکت مدیره پلاوي ترکیب غړی وي، مګر له هغه ځایه چې دپانګونې د ملاتړ اداره د سوداګرۍ وزارت تشکیل کې مدغم شوې او اوس وجود نه لري، د خصوصي پانګونې قانون ځینې مواد په تعلیق حالت کې دي؛ نو دا ایجابوي چې د اساسنامې یاده ماده تعدیل شي.

کابینې د برېښنا شرکت اساسنامې د تعدیل طرحه تصویب کړه، مالیې، اقتصاد، انرژۍ او اوبو وزیران او د اقتصاد او زېربناو چارو په برخه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار یې موظف کړل چې د برېښنا شرکت د مالي رفع او اجراتو یو واضح تحلیل د هغه د کاري برخو د اصلاحي وړاندیز سره یو ځای ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر شالیزي شرکت فارم سره د ریشخورو فارم د ۶۲ جریبه ځمکې د موازي اجارې او د ګلباغ د کرنې او مالدارۍ فارم د تاسیساتو تړون د فسخې  وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ. نوموړي د یو کلن پیش پرداخت کرایې او حق الاجارې نه ورکول، د تړون او بزنس پلان مطابق د شرکت نه عمل، د غواګانو فارم نه فعالول او د فارم ساحه کې د عملي اجرااتو نشتوالی د تړون د فسخې دلایل وښودل . کابینې شالیزي شرکت فارم سره د یاد تړون فسخه تصویب کړه.

وروسته د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري میدان وردک ولایت سردارمحمد داوودخان ښارګوټي تفصیلي پلان کې اداري ساحې ته د یوې رهایشي نومرې د تعدیل غوښتنه د یاد ولایت د ښار جوړولو ریاست د ودانۍ د جوړولو په موخه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

د ښځو چارو وزیرې د نورستان ولایت د ښځو چارو ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو په موخه د عبدالرحیم د زوی صفرمحمد د ملکیت یو جریب موازي ځمکې استملاک موضوع وړاندې کړه.

کابینې د یادې ځمکې استملاک په پرنسیپ کې تصویب کړ، د افغانستان د ځمکو اداره یې موظفه کړه چې د یاد جایداد د ملکیت اسناد د هغه د پړاونو د بشپړولو سره یو ځای له قانوني پلوه وګوري په هغه صورت کې چې د استملاک اسنادو کې کومه قانوني ستونزه وجود ونه لري،  د هغه د بیې د ورکولوبرخه کې دې اقدام وشي.

په همدې ترتیب غونډې د افغانستان د ځمکو ادارې د رئیس په مشرۍ د ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او سیمه ییزو ارګانونو ادارې په غړیتوب کمېټه موظفه کړه چې د دولتي ارګانونو د اړتیا استملاک اسناد د اداري پړاونو د بشپړولو له پلوه د ځمکې د درجې او بیې تعین د استملاک او د زمینداري چارو تنظیم قانون مطابق په هر اړخیزه توګه وارزوي او د کمېټې له تائید وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د منظورۍ په موخه د کابینې اجنډا کې شامل کړي.

د غونډې په پای کې د بین المللي معاهدو پنځه مورده چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني مطرح کړل، تائید شول.