محمد اشرف غني د خپل کار لومړۍ ورځ د اماني لېسې د تدریس له کتنې څخه پیل کړه

محمد اشرف غني د خپل کار لومړۍ ورځ د اماني لېسې د تدریس له کتنې څخه پیل کړه

د۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۸مه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل کار لومړۍ ورځ د کابل ښار د اماني لیسې د تدریس د څرنګوالي له کتنې څخه پیل کړه.

د هېواد جمهور رئیس نن سهار د اماني لېسې ته لاړ ترڅو د افغانستان تعلیمي سکټور چې د وطن ځوانان روزي او د افغانستان راتلونکی ټاکي له نیږدې څخه وګوري.

د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غني په دغه کتنه کې له ښوونکو څخه مننه او قدرداني وکړه چې خپل ژوند یې د هېواد دبچیانو ښوونې او روزنې ته وقف کړی دی.

جمهور رئیس وویل چې د پوهنې وزیر ته به لارښوونه وکړم چې د هېواد په کچه د ښوونکو ستونزې او غوښتنې وڅیړې او بیا یې ماته راوړي چې د حل اساسي لارې چارې ورته پیدا کړو.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې باندې ټینګار وکړ چې زموږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع د پوهنې کیفیت دی، نه کمیت ځکه هر هغه څوک چې د ظرفیت لرونکی نه وي هم له عادي ژوند څخه محروم پاتې کیږي او هم هېواد ته ګټه نه شي رسولای. زما د پرونۍ وینا ټول تمرکز پر کیفیت و. زه غواړم چې د دې هېواد اجتماعي پانګه هغه پانګه وي چې طبیعي او سیاسي پانګه د هېواد اقتصاد ته لوری ورکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اماني لېسې له زده کوونکو سره په کتنه کې د هغوی د تدریس د کیفیت او د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

یو تن زده کوونکي د نورو په استازیتوب د اماني لېسې ته د جمهوررئیس د ورتګ له امله مننه وکړه او په دغه لېسه کې یې د تدریس له میتود او پوهنې ته د د دولت له پاملرنې څخه قدرداني وکړه، وې ویل چې په وروستیو کلونوکې د تدریس میتود ته لازمه پاملرنه شوې او  اوس دوی په دغه لېسه کې لابراتوارونو ته هم لاس رسی لري.

ده هیله څرګنده کړه چې د کانکور د آزموینې له لارې وکولای شي د خپلې خوښې وړ په څانګه کې لوړې زده کړې ترسره او خپل هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.

همدا راز جمهور رئیس د اماني لېسې له مدیر او ښوونکو سره ولېدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.

په دې کتنه کې د دغې لېسې مدیر د هېواد جمهور رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: د افغانستان خلک به د دغه خبر په اوریدو سره ډیر خوښ شي چې د هېواد نوي منتخب جمهوررئیس د خپل کار لومړۍ ورځ له معارف څخه پیل کړه.

د اماني لېسې مدیر وویل موږ به په ټول توان سره  هڅه وکړو چې معارف په پښو ودرو، کله چې معارف جوړشي له هېواد څخه به ټولې بدمرغۍ له منځه لاړې شي.

وروسته څو تنو ښوونکو خبرې وکړې او له جمهوررئیس سره يې خپلې ستونزې شریکې کړې، وې ویل ښوونکي په لفظ کې ښه ستایل شوي دي خو د هغوی د اساسي حقوقو د ترلاسه کېدو لپاره لازمه پاملرنه نه ده شوې چې د هغوی د معاشونو د زیاتوالي په اړه باید لازمه پاملرنه وشي.

دوی همدا راز وړاندیز وکړ چې په هېوادکې د پوهنې د کمیت پرځای دې د هغې کیفیت ته  پاملرنه وشي.