پر سعودي عربستان د راکټي برید د غندلو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهویت پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو راکټي برید په سختو ټکو غندي.

افغانستان چې د څو لسیزو جګړو ترخې خاطرې لري او لا هم د تروریزم له تهدید څخه ځورېږي د افراطیت، ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه د ډکو کړنو له امله امنیت، ثبات او د خلکو ژوند ته ورپېښې ستونزې تر بل هر چا په ښه توګه درک کوي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0