مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په ټولو برخو په ځانګړي ډول حکومتي دستګاه کې دننه تبعیضي چلند، فکر او کړنې سختې غندي او هيڅ  بنسټ او فرد ته د افغانستان د خلکو او قومونو د ملي یووالي، همدلۍ او د زیانمنولو اجازه نه ورکوي.

د هېواد جمهوررئیس د ملګرومتلونو سازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه د خپل رسمي سفر په پای کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته د منصوب فرد له لورې د خپاره شوي لیک د جزئیاتو په لوستلو سخت متاثر شوی دی.

جمهوررئیس غني د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې زشت کار د عامل یا عاملینو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا  کې له هغوی سره چلند وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل: «د افغانستان ښکلا، قوت او ثبات د دې خاورې د باعزته  او برابرو قومونو او خلکو په وجود کې دی او زما لپاره تر دې بل لوی ویاړ نشته چې په افتخارد دوی استازيتوب وکړم.»

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0