جمهوررئیس غني: د ښارونو ساختماني ډیزاین کې دې د هېواد له دودیزې معمارۍ استفاده وشي

جمهوررئیس غني: د ښارونو ساختماني ډیزاین کې دې د هېواد له دودیزې معمارۍ استفاده وشي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په ارګ کې د بامیانو ښار پر ماسټر پلان بحث وکړ.

دا ماسټر پلان چې د ایټالیا فلورانس پوهنتون جوړ کړی، د یاد پوهنتون استادې اغلې مېرلا په غونډه کې شریک کړ او د بامیانو د هوايي ډګر او توریستي سیمو په ګډون یې د بامیانو ښار د شوې سروې او تازه پلان په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

د فواید عامې وزیر یما یاري، د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسولو لوی رئیس حمیدالله یلاني، د برېښنا شرکت لوی رئیس، د بامیانو والي او ښاروال په دې اړه خپل نظریات او وړاندېزونه شریک کړل.

د برېښنا شرکت رئیس د بامیانو د برېښنا لېږد لین په اړه وویل، دا پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او وړاندېز یې وکړ چې د بامیانو د ښاري ماسټر پلان د تطبیق پر مهال دې د برېښنا لېږد لین موضوع هم په پام کې ونیول شي.

دغه راز د بامیانو والي د بای‎پاس سړک په اړه وویل، دا سړک د دې ولایت د ماسټر پلان یوه برخه ده او د میراثي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره دې لومړیتوب ورکړل شي. هغه وړاندیز وکړ چې لرغونی پارک او نور سړکونه دې د ډبرو د فرش په ډول جوړ شي.

د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د بامیانو ولایت تاریخي او فرهنګي ارزښت ته په اشارې وویل، دا ښار له توریستي اړخه ځانګړی ارزښت لري.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه، بامیانو ولایت او د ښار جوړولو وزارت دې هراړخیز تفصیلي پلان ترتیب کړي. هغه زیاته کړه، هغه کورونه چې د بامیانو ولایت په تاریخي او توریستي سیمو کې واقع دي باید په استملاک کې یې بدیل ولټول شي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

د هېواد جمهوررئیس د دودیزو ودانیزو موډلونو پر ارزښت د پوهېدو ترڅنګ وویل، د ښارونو په ډېزاین کې باید له بهرنیو موډلونو استفاده ونشي او د تیموري صنعت په ګډون دې د سنتي معمارۍ له ودانیزو طریقو ګټه پورته شي. هغه د فرهنګي میراثونو د ساتنې قطعې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې کورنیو چارو وزارت ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، په بامیانو کې باید د صنعتي او استوګنې ښارګوټو نقشه ترتیب او بیا دې د دې ولایت د هوايي ډګر د موقعیت پر تعیین کار وشي.

جمهوررئیس د بامیانو د اوبو منابعو ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ زیاته یې کړه په دې برخه کې د موثر کار په خاطر دې د پولیتخنیک پوهنتون د اوبو له تحقیقاتي مرکز څخه استفاده وشي. هغه د بامیانو ښار د حدودو پر معلومولو هم ټینګار وکړ.