جمهوررئیس غني د فرانسې جمهور رئیس سره وکتل

جمهوررئیس غني د فرانسې جمهور رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بلجیم ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون ماسخوتن د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییزو همکاریو، حرفوي زده کړو او په سیمه کې له بین المللي تروریزم سره د جدي مبارزې په اړه د بحث پرمهال په دې توافق وکړ چې دواړه هېوادونه به د عملي اقداماتو په موخه د جمهور رئیسانو او وزیرانو په کچه ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.

دواړو مشرانو وویل، ترهګري چې د سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید دی،  افغانستان د دغې شومې پدیدې پر وړاندې د مبارزۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د نړۍ په ځانګړي ډول د سیمې د هېوادونو صادقانه همکاري  هم په دې برخه کې حتمي ده.

د فرانسې جمهور رئیس  له افغانستان سره د همکاریو د ژمنې د تازه کولو ترڅنګ د هېواد جمهور رئیس ته د اوربند د نوښت مبارکي وویله او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ  ډاډ ورکړ.

جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د یاد هېواد د مرستو او همکارۍ د قدرداني ترڅنګ وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0