جمهوررئیس غني له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې وچکالۍ ځپلو سیمو ته دې حکومت سره په همغږۍ خپلې مرستې ورسوي

جمهوررئیس غني له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې وچکالۍ ځپلو سیمو ته دې حکومت سره په همغږۍ خپلې مرستې ورسوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې وچکالۍ سره د مبارزې او زیانمنو ته د بشري مرستو د انسجام په خاطرغونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان لپاره د بین المللي مرستندویه موسسو استازو هم پکې ګډون درلود، په پيل کې جمهوررئیس غني د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د دوی د مرستې له امله مننه وکړه او وچکالۍ ځپلو سیمو ته یې د هغوی جدي توجه وغوښته.

جمهوررئیس غني د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې د وچکالۍ په راتلو او مالدارۍ ته په زیان رسېدو اندېښنه څرګنده او زیاته یې کړه: وچکالۍ د نورو سیمو په پرتله په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې زیات زیانونه اړولي دي، وچکالۍ ځپلو سیمو سره دولت مرسته کړې ده خو دا مرسته کافي نه ده.

جمهوررئیس د وچکالۍ او سیلاب ځپلو سیمو خلکو سره د وسله‌والو ځواکونو د مرستې قدردانۍ او ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیوالې ادارې باید له حکومت سره په بشپړې همغږۍ زیانمنو ته خپلې مرستې ورسوي.

د کلیو د پرمختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي په هېواد کې د وچکالۍ او له هغې د رامنځته شویو او احتمالي زیانونو په هکله د شوې سروې په اړه د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.

دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني په ۱۶ولایتونو کې د دې وزارت د ارزیابۍ پایلې او دغو سیمو ته د مرستو رسولو په خاطر یې خپل وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، موږ دا موضوع جدي څارو او زیانمنو سیمو ته مو استازي لېږلي دي. یاماموتو  ژمنه وکړه، زیانمنو سیمو ته به له حکومت سره په هغږۍ خپلې مرستې ورسوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0