د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د عامه ساختماني پروژو د کیفیت پر لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د عامه ساختماني پروژو د کیفیت پر لوړولو او معیاري کولو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عامه ساختماني پروژو د تخنیکي،  تدارکاتي، څارنې او کنټرول برخو، د عامه ساختماني پروژو د مدیریتي طرزالعمل او د عربي متحده اماراتو پروژې د اسعارو د توپير په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د ښار جوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د عامه ساختماني پروژو د تخنیکي،  تدارکاتي، څارنې او کنټرول برخو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، په تېرو دریو کلونو کې د ښار جوړولو وزارت په بېلابېلو په ځانګړي ډول په یادو برخو کې بنیادي بدلونونه رامنځته شوي دي.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس همایون فیض د عامه ساختمان پروژو د تخنیکي مدیریت په اړه له هغې ډلې د ۱۳۹۶ کال د انتقالي پروژو د تطبیق، د عامه ساختمانونو د ملي برنامې د اساس ګذارۍ، د ساختماني پروژو د اصلاحاتو او سټنډرډ جوړولو، د عامه ساختماني پلان جوړونې، د نویو عامه ساختماني  پروژو د تخنیکي مطالعاتو د سروې، په راتلونکي کال کې د نویو ساختماني پروژو د ډېزاین او پروسې د طرحې او  خصوصي سکتور سره د کار کولو د طرحې او ډېزاین په برخه کې غونډې ته معلومات ورکړل.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو کارپوه شهریار فهیم د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کیفیت کنټرول له هغې ډلې د ۱۳۹۶ مالي کال د لاسته راوړنو، د راتلونکي کال پروسو، د معیارونو او ارزونې د تعینولو، د تدارکاتي مدیریت د معلوماتو سیستم او قراردادونو د اسانتیاوو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رئیس سیدنسیم خلیق د عامه ساختماني پروژو د څارنې او کیفیت کنترول په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، د دې برخې موخه د ودانیو جوړولو کیفیت لوړول، د چارو ښه والی، په پروژو کې د وروسته والي مخنیوی، په دوامداره توګه د پروژې کیفیت او د کاري بهیر څارنه او مراقبت، پروژوي ستونزو ته پر وخت رسیدګي او د ساختماني پروژو سالم، تخصصي، چټک او الکترونیکي مدیریت دی.

په زېربنایي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د ملي تدارکاتو رئیس الهام عمر هوتکي، د جمهوررئیس سترې سلاکارې شهرزاد اکبر، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطیف روښان، د مالیې وزارت معین خالد پاینده، د مرکزي احصائیې ادارې لوی رئیس احمدجاوید رسولي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مسجدي، د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجینر یلاني، جامي زاده، کاکړ، او شېرباز کمین زاده له داخلي تولیداتو څخه د استفادې، ساختماني پروژو، حفظ و مراقبت، فاضلاب شبکې، انټرنیټي شبکې او په یادو پروژو کې د ښځو د ونډې په اړه تفصیلي خبرې وکړ.

وروسته جمهوررئیس غني د یادې برنامې د وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په ښار جوړولو وزارت کې ښه تغیر رامنځته شوی او هغه همکاران چې د دې برنامې په جوړولو کې یې ونډه اخیستې، تقدیر دې شي.

جمهوررئیس د ساختمان په برخه کې پر سیستم جوړولو ټینګار وکړ وې ویل، د ډېزاین ظرفیت دې لوړ شي او د ښار جوړولو وزارت دې د یو موډل په برخه کې پایلې ته ورسېږي چې د کوم هېواد تجربې په دې برخه کې موثرې دي، ترڅو له دې موډل څخه استفاده وشي.

د هېواد جمهوررئیس په ساختماني چارو کې پر معیاري کولو ټینګار وکړ وې ویل، خصوصي شرکتونه دې په دې برخه کې د پانګونې لپاره معیاري توب چمتو او د خپل ګډون لپاره دې واضح طرحې وړاندې کړي.

هغه وویل، تدارکات دې د اقلیمي شرایطو متناسب وي او د عمده ساختماني اقلامو په برابرولو کې دې انسجام رامنځته شي، ترڅو وتوانیږو مواد په سم ډول برابر کړو.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د ادارو تشکیل باید انعطاف پذیره وي. هغه پر ظرفیت جوړونې ټینګار وکړ وې ویل، باید د لوړو او تخنیکي زده کړو د سویې پر لوړولو کار وشي، ترڅو په ساختماني برخه کې زموږ کدرونه ښه وروزل شي.

وروسته د ښار جوړولو وزارت د څارنې او مراقبت رئیس سیدنسیم خلیق د عامه ساختماني پروژو مدیریتي طرزالعمل چې په څلورو څپرکو او دیارلس مادو کې ترتیب شوی وو، غونډې ته وړاندې کړ.

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد طرزالعمل تصویب کړ.

د غونډې په پای کې د کابل په خواجه رواش کې د متحده عربي اماراتو د استوګنې کومکي پروژې اپارتمانونو د وېش د اسعارو د توپیر موضوع د ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس همایون فیض غونډې ته وړاندې کړه.

غونډې له هراړخیزه بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د یادې پروژې د اپارتمانونو د قسطونو ورکړه دې په افغانۍ پولي واحد ترسره شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0