د واټساپ او ټلیګرام د بندېدو اړوند خپرو شویو خبرونو په هکله مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اساسي قانون د بیان ازادي تضمین کړې او د ملي یووالي حکومت د هغه د ارزښتونو اجرا او ساتنې ته ژمن دی. د بیان ازادي د اساسي قانون د صراحت په اساس له هر ډول تعرض څخه خوندي ده او ملي یووالي حکومت د هغه په رعایتولو او ملاتړ ځان مکلف ګڼي.

په دې وروستیو کې د واټساپ او ټلیګرام د بندېدو په اړه په رسنیو کې خبرونه خپاره شول چې په عامه ذهنونو کې یې پوښتنې راولاړې کړي دي.

ملي یووالي حکومت په دې اړه څرګندوي چې هیڅ ادرس او بنسټ ته د بیان ازادۍ د وسایلو دبندولو اجازه نه ورکوي او وروستۍ خپره شوې موضوع به تعقیب او رسیدګي به ورته وشي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0