جمهور رئیس غني د اسټرالیا د نوې سفیرې باور لیک ومانه

جمهور رئیس غني د اسټرالیا د نوې سفیرې باور لیک ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د اسټرالیا د نوې سفیرې مېرمن نیکولا ګورډن سمیت باورلیک ومانه.  

د باورلیک وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، دواړو لورو د افغانستان او اسټراليا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره د اسټرالیا د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ د دغه هېواد نوې سفیر ې ته په دغه ماموریت کې د بریا هیله وکړه.

ورپسې اغلې ګورډن سمیت په افغانستان کې  پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه وې ویل، کوښښ به وکړي چې  د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ مناسبات تر پخوا لا پراخ شي. 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0