د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې  د اکتشافي قرارداد د تعدیل د توافقنامې او  د صندوقلي او مزارشریف (افغان-تاجیک)د نفتي تولیدي بلاکونو د وېش، د باریک‎آب د زراعتي او صنعتي پارک د اجرااتو د راپور او په دې پارک کې د ځمکې د وېش د وړاندېز په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د کانونو او پترولیم وزارت یوه مسوول  د اکتشافي قرارداد د تعدیل د توافقنامې او  د صندوقلي او مزارشریف (افغان-تاجیک)د نفتي تولیدي بلاکونو د وېش په اړه معلومات ورکړل او په دې اړه یې د طرفینو د موافقتنامې په اساس وړاندېز شوي تعدیلات غونډې ته وړاندې کړل.

د غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته جمهوررئیس وویل، دا د دوه بدیلونو ترمنځ یو انتخاب دی. هغه د غونډې د غړو لیدلوري ته په کتو یاد تعدیلات تائید کړل.

جمهوررئیس کانونو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نفتي توکو د تفحصاتو په اړه دې واضح او خودکفا طرحه ترتیب کړي، ځکه نفتي توکي د هېواد او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو اساسي اړتیا ده او بایدتر یوې اندازې له خپلو امکاناتو تأمین شي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ یو تن مسوول د باریک‎آب د زراعتي او صنعتي پارک د اجرااتو د راپور او په دې پارک کې د ځمکې د وېش د وړاندېز په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه وویل،  د باریک‎آب په صنعتي او زراعتي پارک کې د سړکونو د قیر کولو ۶۲ سلنه، د اوبو رسولو  ۴۸ سلنه، د فاضلابو سیستم  ۷۰ سلنه او د برېښنا رسولو شبکې د جوړولو ۱۸ سلنه کارونه پایته رسیدلي دي.

نوموړي وویل:  د دې پارک مساحت ۱۰۲۵ جریبه وو چې د پانګونې ۳۹ شرکتونو پکې د نمرو د اخېستلو  غوښتنه کړې او اړوندو مراجعو ته یې خپل اسناد سپارلي چې د دې شرکتونو له لورې په مجموعي ډول د ۱۴۴ جریبه ځمکې تقاضا شوې ده.

د باریک‎آب صنعتي او زراعتي پارک تخصصي کمېټې د یادو شرکتونو د غوښتنې له ارزولو وروسته ۱۶ شرکتونه د ځمکې د ترلاسه کولو په شرایطو برابر وګڼل.

په دې اړه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د دې پارک ماهیت چې صنعتي او زراعتي دی باید تغیر ونه کړي او د متقاضي شرکتونو د اسنادو په اړه باید اسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو افغان پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو  د هغو شرکتونو په اړه چې په دودیزه توګه تولیدات کوي او په دې برخه کې کافي تجربه لري، خو  د فورمو د ډکولو او اسنادو په برخه کې د ستونزو له امله نشي کولای په دې پارک کې ځمکه ترلاسه کړي، ټینګار وکړ چې د دې ستونزې د حل په موخه باید یو مشورتي بنسټ جوړ شي.

د غونډې د ګډونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته جمهوررئیس یاد ۱۶ پیشنهادي شرکتونه د باریک‎اب په صنعتي او زراعتي پارک کې د نمرو د ترلاسه کولو په خاطر تائید کړل.

جمهوررئیس د پایتخت زون ادارې ته دنده وسپارله یو ګروپ دې جوړ کړي چې په دې برخه کې له شرکتونو سره د اسنادو په برابرولو او بشپړولو کې مرسته وکړي، ترڅو افغان پانګوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د پانګونې  لپاره راشي.

جمهوررئیس غني وویل، د یاد پارک د امنیت د تأمین په برخه کې ستونزه نشته او د افغانستان برېښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه، یو ګروپ  دې موظف کړي چې یاد پارک ته معیاري برېښنابرابره کړي.

د هېواد جمهور رئیس دغه راز د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د پارک د راتلونکي مدیریت په خاطر حقوقي سند ترتیب او د حکومت اړوند بنسټونو او پانګوالو د شرکتونو دندې او مسوولیتونه  په کې مشخص شي.