د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اکتشافي قرارداد د تعدیل د توافقنامې او د صندوقلي او مزارشریف (افغان-تاجیک)د نفتي تولیدي بلاکونو د وېش، د باریکآب د زراعتي او صنعتي پارک د اجرااتو د راپور او په دې پارک کې د ځمکې د وېش د وړاندېز په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د کانونو او پترولیم وزارت یوه مسوول د اکتشافي قرارداد د تعدیل د توافقنامې او د صندوقلي او مزارشریف (افغان-تاجیک)د نفتي تولیدي بلاکونو د وېش په اړه معلومات ورکړل او په دې اړه یې د طرفینو د موافقتنامې په اساس وړاندېز شوي تعدیلات غونډې ته وړاندې کړل.
د غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته جمهوررئیس وویل، دا د دوه بدیلونو ترمنځ یو انتخاب دی. هغه د غونډې د غړو لیدلوري ته په کتو یاد تعدیلات تائید کړل.
جمهوررئیس کانونو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نفتي توکو د تفحصاتو په اړه دې واضح او خودکفا طرحه ترتیب کړي، ځکه نفتي توکي د هېواد او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو اساسي اړتیا ده او بایدتر یوې اندازې له خپلو امکاناتو تأمین شي.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ یو تن مسوول د باریکآب د زراعتي او صنعتي پارک د اجرااتو د راپور او په دې پارک کې د ځمکې د وېش د وړاندېز په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
هغه وویل، د باریکآب په صنعتي او زراعتي پارک کې د سړکونو د قیر کولو ۶۲ سلنه، د اوبو رسولو ۴۸ سلنه، د فاضلابو سیستم ۷۰ سلنه او د برېښنا رسولو شبکې د جوړولو ۱۸ سلنه کارونه پایته رسیدلي دي.
نوموړي وویل: د دې پارک مساحت ۱۰۲۵ جریبه وو چې د پانګونې ۳۹ شرکتونو پکې د نمرو د اخېستلو غوښتنه کړې او اړوندو مراجعو ته یې خپل اسناد سپارلي چې د دې شرکتونو له لورې په مجموعي ډول د ۱۴۴ جریبه ځمکې تقاضا شوې ده.
د باریکآب صنعتي او زراعتي پارک تخصصي کمېټې د یادو شرکتونو د غوښتنې له ارزولو وروسته ۱۶ شرکتونه د ځمکې د ترلاسه کولو په شرایطو برابر وګڼل.
په دې اړه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د دې پارک ماهیت چې صنعتي او زراعتي دی باید تغیر ونه کړي او د متقاضي شرکتونو د اسنادو په اړه باید اسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو افغان پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د هغو شرکتونو په اړه چې په دودیزه توګه تولیدات کوي او په دې برخه کې کافي تجربه لري، خو د فورمو د ډکولو او اسنادو په برخه کې د ستونزو له امله نشي کولای په دې پارک کې ځمکه ترلاسه کړي، ټینګار وکړ چې د دې ستونزې د حل په موخه باید یو مشورتي بنسټ جوړ شي.
د غونډې د ګډونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته جمهوررئیس یاد ۱۶ پیشنهادي شرکتونه د باریکاب په صنعتي او زراعتي پارک کې د نمرو د ترلاسه کولو په خاطر تائید کړل.
جمهوررئیس د پایتخت زون ادارې ته دنده وسپارله یو ګروپ دې جوړ کړي چې په دې برخه کې له شرکتونو سره د اسنادو په برابرولو او بشپړولو کې مرسته وکړي، ترڅو افغان پانګوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د پانګونې لپاره راشي.
جمهوررئیس غني وویل، د یاد پارک د امنیت د تأمین په برخه کې ستونزه نشته او د افغانستان برېښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه، یو ګروپ دې موظف کړي چې یاد پارک ته معیاري برېښنابرابره کړي.
د هېواد جمهور رئیس دغه راز د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د پارک د راتلونکي مدیریت په خاطر حقوقي سند ترتیب او د حکومت اړوند بنسټونو او پانګوالو د شرکتونو دندې او مسوولیتونه په کې مشخص شي.