په کابل کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: جنایتکاره تروریستانو نن په داسې حال کې چې زموږ هېوادوال د مرحوم مارشال محمدقسیم فهیم د وفات او د ملي یووالي شهید عبدالعلي مزاري د شهادت د تلین په مراسمو بوخت وو، د یادو مراسمو د اخلالولو او د وېرې او ډار خورولو په خاطر تروریستي برید وکړ چې زموږ یو شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

پر خلکو او غونډو برید کول بشري ضد جنایت او د اسلامي او بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دی او عاملین یې د سختو مجازاتو مستحق دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.