جمهور رئیس غني د زابل مشرانو سره په کتنه کې د دوی سیمه ییزې ستونزې واورېدې

جمهور رئیس غني د زابل مشرانو سره په کتنه کې د دوی سیمه ییزې ستونزې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د زابل ولایت له مشرانو، دیني علماو او استازو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د زابل والي حاجي خیال محمد حسیني د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو ته د دعا ترڅنګ په زابل ولایت کې د معارف، روغتیایي، امنیتي، د پولیسو د تشکیلاتو د کمبود او ادارو کې د شته فساد ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

ورپسې په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکټر زلمي زابلي د زابل پوهنتون د ودانۍ د جوړولو، د هوایي ډګر د رغاولو، د ځوانو کدرونو د استخدام په اړه غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهور رئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د غمشریکي مننه وکړه او وې ویل د ټولو افغانانو غم او درد سره شریک دی. هغه زیاته کړه، د اړوندو وزارتونو له لوري به ستاسو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.

جمهور رئیس د زابل والي ته لارښوونه وکړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لارې دې د زابل ولایتونو د ریاستونو ارزونه وشي او د شفافې پروسې له لارې دې وړ کدرونه مقرر شي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د زابل د کاریزونو په اړه منظم پلان ترلاس لاندې دی او همدارنګه به په یاد ولایت کې د اوبولګولو سیستم او د بادامو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هم مرسته وشي.

محمد اشرف غني په خاک افغان ولسوالۍ کې د تروریستانو پر ضد د ولسونو اقدام د قدر وړ وباله او وې ویل، دا لړۍ باید دوام وکړي. د زابل له مشرانو څخه یې وغوښتل چې د سولې له یو منظم پلان سره راشي. هغه زیاته کړه، د سولې په برخه کې د واقعي ګام له اخیستلو وروسته نورو برخو ته رسیدګي اسانه ده او د زابل انځور، امکانات او د خلکو ژوند باید بدل شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0