د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د اقتصاد عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه او د ځمکني ترانسپورت پر سیستم (TIR) او د ټېر پارکونو د جوړولو د طرحې په راپور، د ابونصر فراهي په بندر کې د جیوکیم کمپنۍ په اړه د ټاکل شوي پلاوي په راپور او د خصوصي او عامه مشارکت پروژو په سټراټيژیو په‌کې بحث وشو.

په پيل کې د ځمکني ټرانسپورت سیستم او د ټېر پارکونو د جوړولو د طرحې راپورونه د ترانسپورت وزارت مسوولانو په جلا جلا توګه غونډې ته وړاندې کړل.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د فواید عامې وزیر او د سوداګرۍ د نړیوالې خونې او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال هم خبرې وکړې او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.

اجرائیه رئیس وویل، د ځمکني ترانسپورت سیستم (ټېر) لا زیات کار غواړي او د ترانسپورت وزارت باید له خصوصي سکتور سره همغږي وکړي او دندې دې سره وویشي.

جمهوررئیس غني وویل، د سوداګرۍ خونې درې کاله په دې موضوع کار کړی دی او ښه تجربه لري. هغه زیاته کړه، له دغې خونې سره باید ګډ کار وشي چې روښانه لار نقشه ترلاسه شي.

جمهوررئیس وویل، اوسنی ترانسپورټي سیستم ځواب نشي ویلی او په کار ده چې دغه سکتور ته د ټېر سیستم ور وپیژندل شي او داسې انګیزه ایجاد شي چې د ترانسپورت خصوصي سکتور له دغه سیستم سره تطابق وکړي او خپل وړاندیزونه شریک کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وویل، په ترانسپورت او ځمکني پارکونو دې په یو وخت کې کار پیل شي. جمهوررئیس وویل، د پارکونو په جوړولو دې کار ژر پیل شي.

د اقتصاد عالی شورا پرېکړه وکړه، چې د فواید عامې او ترانسپورت وزارتونه او د ځمکو اداره دې د لویو لارو په اوږدو کې د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره ځایونه مشخص کړي. د ټېر پارکونو د جوړولو لپاره باید بودجه موجوده وي.

ورپسې د نورم او سټنډرد ادارې رئیس نقیب الله فایق په ابو نصر فراهي بندر کې د جیوکیم کمپنۍ په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وړاندې کړ او وې ویل، پلاوي په بندر کې د کمپنۍ موجودیت تثبیت کړی او د نفتي موادو لابراتوار یې ارزولی دی.

جمهوررئیس وویل، دغه راپور لګېدلې تورونه تر یوې اندازې پورې رفع کوي او یاده کمپنۍ کولای شي په داوطلبیو کې ګډون او کار ته دوام ورکړي.

د دې په دوام، د خصوصي او عامه مشارکت پروژو سټراټيژي او د خصوصي او عامه مشارکت پروژو لیست د مالیې وزارت  مسوولانو غونډې ته د تصویب لپاره وړاندې کړ.

جمهوررئیس وویل، اوس مهال د ټولو پروژو د تصویب لپاره شرایط نه دي چمتو، په کار ده چې پروژې د سکتور په اساس تفکیک او وویشل شي او په جلا غونډو کې دې د اړوند سکتور د وزیر په موجودیت کې پرې بحث او پریکړه وشي او هم دې د دولت او خصوصي سکتور مسوولیتونه واضح شي.