د غور ـ هرات سړک د جوړولو پروژې په ګډون ۷ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

د غور ـ هرات سړک د جوړولو پروژې په ګډون ۷  تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پر ۱۲ تدارکاتي موضوګانو د بحث په پایله کې د غور- هرات د ۱۱،۷۱۰  کیلو متر سړک د جوړولو پروژې په ګډون، له ۲،۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۷ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې.

پرون ماښام په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کمېسیون د یو شمېر پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپورونو هم بحث وشو چې یو شمېر  یې تائید او ځینې یې بېرته  وروګرځول شول.

ملي تدارکاتو کمېسیون، په کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو کې د کابل-کاپیسا ساختماني شرکت او نوي سمیر بشیر لمېټد تجارتي شرکت د پانګونې پر راپورونو بحث وکړ. کمېسیون لارښوونه وکړه چې د یادو شرکتونو د پانګونې په بدل کې دې د تدارکاتو طرحه پلې شي .

دغه راز د ملي دفاع وزارت اړوند ۱۳۹۸ مالي کال کې د اړتیا وړ سون لرګیو او ډبرو سکرو د تدارک پروژې په اړه توضیحي یادښت هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت پر پخوانیو ۳۱۰ ساختماني پروژو د بحث پر مهال ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارله چې د یادو تړونونو په اړه تفصیلي راپور جوړ  او مشخصه کړي چې د دغو تړونونو له جملې څخه څومره حقیقي او څومره ادعاوې شوي، دغه راز هغه شرکتونه چې ادعا ېې ثابته نشي باید څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (MISFAد پروژې د منظورۍ پر مهال د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه چې په دې اړه یو څرګند میکانیزم جوړ او  د ستونزو د حل په اړه دې مرسته کوونکې ادارې ته اړینه لارښوونه وشي.

د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د ریال ټایم ډېټا منجمنټ (RTDMS) مشورتي خدمتونو پروژې په اړه، ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د یادې پروژې اړوند ټول سندونه دې د ملي تدارکاتو ادارې سره شریک شي.