د ښاري پراختیا عالي شورا په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو پلان تائید کړ

د ښاري پراختیا عالي شورا په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو پلان تائید کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په کابل ښار کې د خځلو د ښه مدیریت طرحه، په پنځو ولایتونو کې د پرمختیا سټراټيژیک چوکاټ او په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د اداري کمپلکسونو د جوړولو پلان وارزاوه.

دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پيل کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس احمد بهزاد غیاثی د کابل د ښاري خځلو د مدیریت د ښه‌والي طرحه وړاندې کړه.

هغه د ښاري خځلو د لېږد او ټولولو د مدیریت لپاره د بنیادي او اساسي زیربناوو په اړه د تشکیل، بشري سرچینو او د تنظیف ریاست د صلاحیتونو، فرهنګي ستونزو او د ښاریانو د نه همکارۍ، په تېر یو کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو او د ښاري خځلو د بریالیو موډلونو د مطالعې په برخه کې غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

غونډې له هره اړخه په دغې طرحې بحث وکړ او څرګنده یې کړه چې د خځلو په راټولولو کې دې خصوصي سکتور هم شریک کړای شي.

جمهوررئیس وویل، په دغې طرحه کې د پخوانیو طرحو د تداوم ټکي شته د دې په خاطر چې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړل شي؛ خصوصي سکتورسره د کارونو د وضاحت په خاطر په قوانینو کې د تعدیل لپاره د یو واضح بحث اړتیا ده.

جمهوررئیس د ښار په پاکوالي کې د خلکو د همکارۍ تر څنګ په ټاکلي ځایونو کې د خځلو په راټولولو ټینګار وکړ، وې ویل، په دغه طرحه کې له خځلو څخه د انرژۍ جوړولو بهیر څرنګوالی څرګند نه دی او همدارنګه دې د دغې طرحې د تطبیق ظرفیت د ښاروالۍ له خوا و ارزول شي.

ورپسې په پنځو ولایتونو کې د پرمختیا چوکاټ د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارجوړولو رئیس ذکي سرفراز له خوا غونډې ته وړاندې شو.

هغه د کندهار، هرات، جلال اباد، مزار شریف، کندز او بامیانو ښارونو د ښاري ماسټر پلانونو د بیاکتنې په اړه هم غونډې ته معلومات ورکړل.

د غونډې برخه‌والو په دې اړه مفصل بحثونه وکړل او جمهوررئیس غني وویل، په دغه چوکاټ کې باید د ولسوالیو او ښارونو حدود تفکیک شي او همدارنګه دې ټولې سرچینې او زېرمې تشخیص شي.

جمهوررئیس په دغه چوکاټ کې د پوهنتونونو، تعلیمي مرکزونو او فرهنګي میراثونو ساتنې ته د پاملرنې په استعجالیت ټینګار وکړ.

ورپسې د هرات او ننګرهار ولایتونو او د هرات د کهسان او د ننګرهار د مومندرې ولسوالیو د اداري کمپلکسونو د جوړولو پلان د دارالامان او ولایتونو د کمپلکس رئیس شکیب رافعي غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه، دغه کمپلکسونه له بین المللي معیارونو سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت طرحه او ډيزاین کړي دي چې پخوا دا ظرفیت په دغه وزارت کې نه و.

د غونډې د ګډونوالو له هراړخیز بحث وروسته جمهوررئیس وویل، د دغو کمپلکسونو د ډيراین او طرحې لپاره دې یوه سرتاسري سیالي وشي چې فرهنګي یووالی رامنځته شي.

جمهوررئیس غني د کور او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ځمکو ادارې سره دې د دغو کمپلکسونو لپاره د ځمکې په معیارونو نتیجې ته ورسېږي او له اوسنیو ودانیو څخه کار اخیستل باید په طرحه کې شامل شي.

غونډې د هرات او ننګرهار ولایتونو او د کهسان او مومندري  ولسوالیو د اداري کمپلکسونو د جوړولو پلان په پرنسیپ کې تائید کړ.