په فراه کې د هلیکوپترې د سقوط دپېښې په اړه د جمهوررئیس د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په فراه ولایت کې یو شمېر ملکي او نظامي مقامات د رسمي ماموریت پر مهال د لېږدونکې هلیکوپترې د سقوط په پېښه کې شهیدان شوي دي.

انالله واناالیه راجعون

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال بریدجنرال نعمت الله خلیل، د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور، د دې شورا دغړې جمیلې امیني او د پیلوټ ډګروال محمد عارف په ګډون د فراه یو شمېر نور ملکي او نظامي مسئولین چې په دې پېښه کې شهیدان شوي د دې وطن رېښتینې بچیان وو چې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره یې له هیڅ راز هڅو ځانونه دریغ نه کړل او په همدې سپېڅلې لاره کې شهیدان شول.

د یادو مقاماتو شهادت د افغانستان ملکي او نظامي ارګانونو او خلکو ته ستره ضایعه ده چې شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم.