جمهوررئیس غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې سره وکتل

جمهوررئیس غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني  بلجیم ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن غرمه د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د افغانستان د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو، حرفوي زده کړو، د ښځو د ملاتړ، تروریزم او جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې

اغلې موګریني د جمهور رئیس غني له لوري د اوربند اعلان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم ګام وباله او وې ویل، اروپایي ټولنه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ به پاتې وي.

نوموړې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیمهییز تحرک د ایجاد، سیمهییز اتصال، ترانزیټ، اقتصادي همکاریو، لویو پروژو او سوداګرۍ د ودې په برخه کې د افغانستان د حکومت کوښښونه او لاسته راوړنې وستایلې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د اغلې موګریني له ملاتړ څخه په مننې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د ټاکنو بهیر د شفاف ترسره کېدو لپاره یې د بین المللي څارونکو حضور مهم وباله او ټینګار یې ورباندې وکړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0