جمهوررئیس غني د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه کې: د هېواد د تاریخي او فرهنګي ځایونو فهرست باید جوړ شي

جمهوررئیس غني د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه کې: د هېواد د تاریخي او فرهنګي ځایونو فهرست باید جوړ شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په کندهار ولایت کې د حضرت عمرفاروق (رض) د جامع جومات د کار د پرمختګ، د پروفیسور غلام محمد میمنګي  د فرهنګي مجتمع، د ګلستان د استوګنې مجتمع قضایاو ته د رسیدګي، له بشپړېدو وروسته ښاروالیو ته د پروژو د تسلیمۍ د طرزالعمل او  د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره د استاد کمالالدین بهزاد د ښارګوټي د انکشافي پلان په اړه بحث او ارزونه وکړه.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شو په پیل کې د کندهار ښاروال روښان ولسمل په کندهار ولایت کې د حضرت عمر فاورق(رض) جامع جومات د کاري پرمختګ، تاریخچې، د بېلابېلو برخو، قرارداد، بشپړو شویو برخو، بودجې او تدارکاتي سرچینو او د لومړي فاز په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه یاد جومات به په دری فازو کې جوړ شي چې لومړی فاز یې درې پوړه دی او لګښت یې څلور میلیونه ډالره اټکل شوی، دویم فاز یې د ۱۵۰ دوکانونو لرونکی مارکیټ دی چې کابو اووه میلیونه ډالره لګښت لري او دریم فاز یې لیلیه، دارالافتاء، دارالحدیث، کتابتون، دارالمطالعه، پخلن‎ځای، ګدام او د ښځینه‎و د فاتحې صالون دی چې لګښت یې اووه میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

کندهار ښاروال همدارنګه د یادې ښاروالۍ د فعالیتونو له هغې ډلې ښاري حکومتولۍ، د عوایدو د لوړېدو او اقتصادي ودې، د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو، د اجتماعي جوړښتونو او فرهنګي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه همدارنګه د احمدشاهي واټ د استملاک د طرحې، د احمدشاه بابا مقبرې د پراختیایي طرحې، د احمدشاه بابا د کور د استملاک د طرحې، د پخوانۍ قول اردو د دویم سړک د جوړولو د طرحې او د نوي ماسټر پلان په اساس د استوګنې د سیمو د تفصیلي پلان په اړه معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس د حضرت عمر فاروق(رض) جامع جومات په اړه وویل، د یاد جومات لومړی فاز دې ډېر ژر بشپړ شي او د مالي منابعو د تأمین په اړه د کندهار ښاروال وړاندېزونه منظور دي.

هغه زیاته کړه: له هغه افغاني شرکت سره دې چې د دې جومات د جوړولو کار کوي، حساب تصفیه شي او د مالیې وزارت دې د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات د لومړي فاز جوړولو لګښت ورکړي.

جمهوررئیس غني د تاریخي او فرهنګي اصالت پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ د احمدشاهي واټ، د احمدشاه بابا د کور د استملاک طرحه او د پخوانۍ قول اردو دویم سړک منظور کړل.

محمداشرف غني وویل: مالیې او ترانسپورټ وزارت او کندهار ښاروالي دې په کندهار ښار کې د ترانسپورت د ښه تنظیم په خاطر د دې ښار په څلورو نقطو کې څلور ترمینلونه جوړ کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید د خپلو ښارونو د ماسټرپلانونو لپاره واضح لیدلوری ولرو او دغه راز تاریخي او توریستي ارزښتونو ته په کتو سره د توریزم په برخه کې پانګونه او کار وکړو. هغه زیاته کړه، زموږ عمده ښارونه تاریخي ځایونه لري او موږ اړ یوو چې د خپلو تاریخي او فرهنګي ځایونو فهرست جوړ کړو.

وروسته د میمنې ښاروال انجینر احمدجاویدکیوان د پروفیسور غلام محمد میمنګي د فرهنګي مجتمع د پروژې په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه د پروفیسور غلام محمد میمنګي فرهنګي مجتمع به د میمنې ښار ښاروالۍ په پارک کې ۲۲ زره متره سیمه کې د شرقي تیموري معمارۍ په سبک په څلورو پوړو کې په پاخه ډول جوړه شي چې د کتاب او لاسي صنایعو د نندارتون صالونونه، د مطالعې او اداري خونې، انټرنیټ کلپ او اړتیا وړ نورې برخې به ولري.

غونډې یاد وړاندېز منظور او جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د ودانۍ ډېزاین دې له تخنیکي او مالي پلوه وارزول شي، ترڅو په دې اړه واضح پرېکړه وشي.

وروسته د کور او ښارجوړولو وزارت  تخنیکي رئیس سیدعثمان سادات د ګلستان د استوګنې مجتمع قضایاو ته د رسیده‎ګۍ له هغې ډلې د یاد ملکیت تعهدات، کړنې او اسناد، د بلاکونو په شمېر او موقعیت کې رامنځته شوي بدلونونه او د ګلستان د استوګنې مجتمع د تعدیل شوي پلان په اړه معلومات ورکړل.

غونډې پرېکړه وکړه چې د یادې مجتمع موضوعات دې په هراړخیزه توګه وارزول شي، ترڅو په دې اړه پرېکړې وشي.

د غونډې په بله برخه کې د ښارجوړولو وزارت یو تن مسول جمال الدین جمال ښاروالیو ته د پروژو د بشپړېدو وروسته د تسلیمۍ طرزالعمل  غونډې ته وړاندې کړ.

غونډې یاد طرزالعمل تائید او جمهوررئیس ټینګار وکړ: هغه بنسټونه چې مسئولیت اخلي، باید مسئولیت یې په ټولو برخو کې واضح وي.

د ښاري پراختیا غونډې په پای کې د کور او ښارجوړولو وزارت یو تن مسئول عبدالرقیب اکلیل راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو ته د استاد کمال‎الدین بهزاد د ښارګوټي انکشافي پلان غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه د استاد کمال‎الدین بهزاد ښارګوټی د هرات ښار په ۲۰ کیلومترۍ واټن د مسلخ په معروفه ساحه کې موقعیت لري او داخلي بې‎ځایه شوي په کې مېشت دي.

اکلیل کورنیو ته د کور ورکولو د ستراتېژۍ، په ساحه کې د موجوده ظرفیت، د ښارګوټي د ښه‎والي او انکشافي پلان، د واحد مسکوني عمومي پلان، د استطاعت وړ استوګنې واحد پلان، د مسکوني واحد د جوړولو لپاره د کاري مهال‎وېش، تخمیني براورد او د پروژو د کاري پلان په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس په دې اړه وویل، د ښارګوټو لپاره مهمه مسئله د هغه مالي منابع دي او باید پر یوه موډل پایلې ته ورسېږو چې وتوانېږو هغه په ټولو برخو کې ورغاوو. هغه ټینګار وکړ د استطاعت وړ کورونه باید د انکشاف وړ کورونه هم وي.

غونډې پرېکړه وکړه، د ښارجوړولو وزارت دې د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره د استاد کمال‎الدین بهزاد د ښارګوټي د انکشافي پلان په اړه راتلونکو غونډو ته یو مشخص وړاندېز وړاندې کړي.