جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوی خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دواړو غاړو پر علاقې وړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې “د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان” د تطبیق او اجرايي کېدو، تروریزم سره پر مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په مذاکراتو او د خشونت په کموالي مفصل بحث وشو.

د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او د هېواد له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې د دغه ملاقات زمینه یې برابره کړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0