جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونود دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونود دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښن د امریکا متحدو ایالتونودفاع وزیر جیمز متیس چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو غاړو په افغانستان او سیمه کې تروریزم سره د مبارزې، نشه يي توکو سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هغو د تولید او پروسس مرکزونو د ویجاړولو او همدارنګه د ټاکنو د امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د امریکامتحدوایالتونو دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدوایالتونو د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول تروریزم سره د مبارزې په برخه کې قدرداني وکړه.

جمهوررئیس وویل، د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکامتحدوایالتونوسټراټيژۍ فضا بدله کړې او د دې زمینه یې مساعده کړې ده چې د سولې پر پروسې تمرکز زیات شي. په همدې خاطر موږ د کابل پروسې کنفرانس کې طالبانو ته د سولې او پاکستان سره دولت په دولت د مذاکراتو هر اړخیز وړاندیز وکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي. هغه ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.

جمهوررئیس وویل: لکه څنګه چې حکومت د سولې پروسې بریالیتوب ته ژمن دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وطن او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپله مبارزه جاري ساتي.

ورپسې د امریکا متحدوایالتونو دفاع وزیر جیمز متیس د جمهوررئیس غني او د ملي وحدت  حکومت له نورو لوړ پوړو مقاماتو سره د کتنو د برابر شوي فرصت په خاطر مننه وکړه او یو ځل بیا یې تروریزم سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او زړورتیا وستایله.

هغه وویل، د امریکامتحد ایالتونه د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغانستان  حکومت د سولې وړاندیز نه یوازې زموږ د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي او په افغانستان کې د پایدارې سولې لامل شي.

جیمز متیس یو ځل بیا له افغانستان څخه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د نظامي مرستو مننه او قدردانی وکړ.

هغه زیاته کړه، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په افغانستان کې د پایداره سولې راوړلو کې ځانګړی ارزښت لري.