د خوست ولایت ماسټر پلان تصویب شو

د خوست ولایت ماسټر پلان تصویب شو

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا نن له غرمې مخکې د خوست ماسټر پلان چې جوماتونه، ورزشي میدانونه او د محصلینو لیلیه په کې شامل دي تصویب کړ او د خوست د صنعتي پارکونو او هوایي ډګر د ستونزو پر حل ټینګار وشو.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د خوست ښاروالۍ پلاوی دې خصوصي سکتور سره په همغږۍ د خوست کمپلکس د تطبیق په برخه کې کار وکړي. هغه وویل، په خوست کې د استوګنې کورونو د جوړولو لپاره باید مناسبه ځمکه برابره شي.

جمهور رئیس د خوست طبیعي منابعو ارزښت ته په اشارې وویل، باید له موجوده طبیعي منابعو په ځانګړي ډول جلغوزیو څخه موثره استفاده وشي او راتلونکی کال به له خوست څخه بهر ته د جلغوزیو صادرات پیل شي.

جمهور رئیس غني کانونو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کرومایت په اړه عملي پلان ترتیب کړي او همدارنګه له محلي ادارې او د هغه ولایت خلکو سره په مشارکت په خوست ولایت کې د پانګونې د ودې طرحه ترتیب کړي.

په یاده غونډه کې د ښار جوړولو وزارت مسوولینو د پیروزي ښارګوټي، د حیرتان او کندز د غالیو اوبدونکو، د دارالامان کمپلکس او ۵ مکروریانو ګلستان او غزني ښارګوټي د کار د پرمختګ په اړه معلومات او د لا زیاتو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د ښار جوړولو وزارت د راپور په اساس په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د اوو ښوونځیو د ودانیو پېش ساخت بشپړ شي  او ۲۸ ښوونځي د قرارداد او ۳۸ نور د ډیزاین په مرحله کې دي.

د ښاري پراختیا عالي شورا د دارالامان اداري کمپلکس د کار د پرمختګ د راپور په اړه وویل، په تېرو څلورو کالوکې ښه پرمختګونه شوي او له داخلي ساختماني موادو څخه په ګټه اخیستنه یې ټینګار وکړ.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د دودیزې معمارۍ په سبک د ښوونځیو جوړول مهم وبلل او وې ویل: د افغاني معماري ډیزاین شرکتونو له تجربو څخه د استفادې زمینه دې برابره شي. هغه زیاته کړه، د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ګټې اخیستنې ته له سپارلو وروسته تاریخي موزیم ته ځانګړي شي.

جمهور رئیس د ودانیو جوړولو برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او د دې سکتور د تخنیکي او کاري ظرفیتونو په لوړولو یې ټینګار وکړ. هغه وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې له مالیې وزارت سره په همکارۍ د یاد کمپلکس د بېلابېلو برخو د جوړولولارې ولټوي.

جمهور رئیس د ښار جوړولو وزارت د تخنیکي او ساختماني ظرفیت په تثبیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، باید د پوهنتونونو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي او محصلینو ته د عملي کار زمینه برابره شي.

جمهور رئیس د استوګنې د څلور زره واحدونو د جوړولو د مسودې په برخه کې وویل، باید ژر تر ژره د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې کار وشي او په دې اړه یې ښار جوړولو وزارت او د ځمکو ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.