د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس په ننګرهار اوکندهار کې د وروستیو تروریستي بریدونو د غندلو ترڅنګ د لوی خدای (ج) په دربار کې د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله وکړه.

دغه راز جمهوررئیس د کابینې په غونډه کې د سید عبدالوحید قتالي د ګډون هرکلی وکړ او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه یې د نوموړي ټاکنه د جمهوري ریاست او وزارتونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې موثره وګڼله او هغه ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا زیاتې بریا هیله وکړه.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزارت مسلکي معین د ۱۳۹۶ کال د تقنیني پلان د تحقق څرنګوالي  راپور او د یاد وزارت د قانون جوړولو انستیتیوت عمومي ریاست د ۱۳۹۷ کال د تقنیني کاري پلان طرحه او دغه راز د عدلیې وزارت د ۱۳۹۷ کال تقنیني کاري پلان غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې د عدلیې وزارت د قانون جوړولو انستیتیوت عمومي ریاست له زحمتونو څخه په مننې د دې وزارت د ۱۳۹۶ کال د تقنیني کاري پلان د اجرااتو  راپور او د ۱۳۹۷ کال تقنیني کاري پلان طرحه تائید کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د عدلیې وزارت موظف کړ چې د ارزښت له پلوه تقنیني اسناد اولویت بندي  او د هغو پړاونه بشپړ کړي، دغه راز دې هغه وزارتونه او دولتي ادارې چې د لومړیتوبونو په اساس په یاد پلان کې د نویو تقنیني اسنادو د درج غوښتنه لري، ژر تر ژره د خپلو تقنیني اسنادو مسوده ترتیب او د جمهوري ریاست دویم مرستیال له تائید وروسته دې عدلیې وزارت ته واستوي.

وروسته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په بین المللي مالي سیستم (IFS) کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه ، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه وویل (IFS) داسې یو سیستم دی چې د پستي ادارو اړتیاوې د برېښنایي پولي حوالو په برخه کې په نغدي او برېښنایي ډولونو په ځانګړي ډول کله چې د پولي انتقالاتو مارکیټ کې ننګونې اوج ته رسېدلي وي، د حل لارو او نویو لارو چارو په وړاندې کولو سره ځوابوي.

کابینې په بین المللي مالي سیستم (IFS) کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه په پرنسیپ کې تائید کړه او د مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه یې موظف کړل چې د نړیوال بانک په همکارۍ دې له (IMF) سره د افغانستان د تعهداتو د ټولو مواردو مطالعې په پام سره په بین المللي مالي سیستم (IFS) کې د افغانستان غړیتوب نهايي کړي.

وروسته د ځمکو خپلواکې ادارې لوی رئیس د ځمکې د پالیسۍ مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده مسوده تصویب کړه، وزارتونه او دولتې ادارې یې موظفې کړې چې د یادې پالیسۍ د لا غنامندۍ په خاطرخپل نظریات او وړاندېزونه د ځمکو خپلواکې ادارې ته واستوي.

دغه راز کابینې د ځمکو خپلواکه اداره موظفه کړه چې یاده پالیسي د وزارتونو او دولتي ادارو د نظریاتو او وړاندېزونو په پام کې نیولو سره د جمهوري ریاست دویم مرستیال په مشوره تصحیح او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس د اوزون طبقې د ساتنې لپاره د مونتریال توافق‎نامې د اجرا کېدو په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې راپور غونډې ته وړاندې کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد راپور تائید کړ او د چاپېریال ساتنې ملي اداره یې موظفه کړه چې د اړوندو ادارو په همکارۍ او د خصوصي سکتور په همغږۍ دې د هغو وسایلو چې د فلوروکاربن غاز تولیدوي د تولید او پېر د مخنیوي واضح پالیسي ترتیب او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس، دکندهار ولایت د لمریزې انرژۍ د لس میګاواټه وارداتي پروژې د تجهیزاتو د ګمرکي معافیت پر مبنا د دې شرکت غوښتنه غونډې ته مطرح کړه.

هغه زیاته کړه د یادې پروژې بودجه ۱۷ میلیون امریکایي ډالره ده چې لس میلیون ډالره یې د عامه او خصوصي مشارکت د پالیسۍ مطابق د امریکا متحدو ایالتونو انکشافي ادارې (USAID) له بلاعوضه مرستو څخه اجرا کېږي. د امریکا متحدو ایالتونو انکشافي ادارې د هغه تفاهم لیک له مخې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره یې لاسلیک کړی د یادې پروژې پر وارداتي توکو چې ارزښت یې کابو لس میلیونه امریکایي ډالره دی، له مالیې وزارت څخه د ګمرکي معافیت غوښتنه کړې چې د کابینې له لورې هم تائید شوه.

وروسته د ځمکو د ادارې رئیس مقر ولسوالۍ کې د ۸۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال او قره باغ ولسوالۍ کې د ۸۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال د غزني ولایت د دوه سب سټېشنونو د جوړولو په موخه، د کنړ ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د اداري ودانۍ د جوړولو په موخه لچکلي کلي کې د (۱)جریب دولتي ځمکې انتقال، بلخ ولایت کې د برېښنا سب سټېشن د جوړولو په موخه د شېراباد کلي شمال ته د ۱۵ جریبه دولتي ځمکې موازي، د دوه ټرانسپورټي ترمینالونو د جوړولو په موخه د سمنګان اقکم کوتل په سر او دلخکي کوتل کې ۱۵ جریبه دولتي ځمکې موازي، د میدان وردګ ولایت د ښار جوړولو ریاست ودانۍ د جوړولو په موخه میدان وردګ ولایت کې د یو جریب او دولس بسوې دولتي ځمکې موازي، د ځانګړې قطعې د تاسیساتو د جوړولو په موخه د دایکنډي ولایت مرکز ولسوالۍ مکک بندر سیاه کوک کلي کې ۲۰ جریبه (۷) درجه بکر دولتي ځمکه مالیې وزارت ته غونډه کې مطرح کړه چې کابینې تائید کړه.

په دوام یې د ځمکو ادارې رئیس د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګرختیځ ته د مال د ګدامونو لپاره هوتخېلو کې د ۶۴۹ جریبه د زیاتې دولتي ځمکې موازي انتقال کابل ښاروالۍ ته او له نظامي څخه صنعتي ساحې ته د هغې تعدیل غونډې ته مطرح کړ.

کابینې په وړیا توګه کابل ښاروالۍ ته د یادې ځمکې انتقال او په صنعتي د هغې تعدیل تائید کړ او کابل ښاروالۍ یې موظفه کړه چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ له یادې ځمکې د استفادې پلان ترتیب او د ښاري پراختیا عالي شورا ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د ځمکو ادارې رئیس د کندز ولایت د اوسېدونکو د عمومي هدیرې په موخه مالیې وزارت ته د کندز ولایت د الچین دښته کې د ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډه کې مطرح کړه.

کابینې د یادې ځمکې د انتقال د تائید ترڅنګ د افغانستان د ځمکو اداره موظفه کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په همکارۍ ښاروالیو ته هدیرو ته د ځانګړو شویو ځمکو د انتقال پالیسي ترتیب او د ښاري پراختیا عالي شورا ته یې وړاندې کړي.

ورپسې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس له مقننه قوې څخه اجرائیه قوې ته د سیمه ییزه ادارو د قانون پر بنا د ورکړې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تائید شوه.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او منابعو معین د بین المللي معاهدو په اړه لس مورده غونډه کې مطرح او کابینې تائید کړل.#