پر مولوي عبدالظاهر حقاني د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن ماسپښين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو پر رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني د تروریستي برید پرمهال د نوموړي په ګډون یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.   

جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد د مولوي عبدالظاهر حقاني اسلامي او ملي دریځ ته په اشارې وویل، مولوي عبدالظاهر حقاني د دیني عالم په توګه په ډېر جرئت او صراحت تروریستي فعالیتونه حرام او د اسلام د مقدس دین د حکمونو خلاف بلل. 

د هېواد جمهور رئیس  زیاته کړه، تروریستي ډلې د خپلو جنایتونو د رسوا کېدو له وېرې پر دیني علماو د بریدونو له لارې زموږ دیني علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه نشي اړولی او نه هم تروریستي ډلو ته د دیني ارشاداتو په ناسم تعبیر د خپلو ناوړه کړنو د توجیه اجازه ورکوي.

محمد اشرف غني د شهید مولوي عبدالظاهر حقاني او د دغې پېښې د ټولو قربانیانو کورنیو، د افغانستان علماو او روحانیونو او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.   

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0