جمهوررئیس غني: دري ژبه یوازې زموږ د خلکو نه ، بلکې د یوې تمدني سیمې د وصل ژبه ده

جمهوررئیس غني: دري ژبه یوازې زموږ د خلکو نه ، بلکې د یوې تمدني سیمې د وصل ژبه ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس نن تر غرمې وړاندې “افغانستان، د فارسي دري ژبې زانګو” تر سرلیک لاندې د ملي سیمینار د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شول، جمهوررئیس وویل: د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه یو فرصت دی چې موږ د خپلې خپلواکۍ په اړخونو فکر وکړو او د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په اړه به یو ملي بحث پیلوو.

جمهوررئیس زیاته کړه، په داسې حال کې چې اقتصادي، امنیتي او په ځانګړي ډول د خپلواکۍ فکري اړخونه زموږ لپاره مهم دي او زموږ نننۍ فکري غونډه دا ده چې زموږ د خپلواکۍ فکري اړخ زرګونه کلونو ته رسېږي.

جموررئیس غني وویل، ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده او دري ژبه، یوازې زموږ د خلکو نه، بلکې د یوې متمدنې سیمې د وصل ژبه ده او له دې اړخه ضرورت دی چې د خپلې فکري ژورتیا ریښې په دې او زموږ په نورو ملي ژبو کې په واقعي ډول ووینو.

هغه څرګنده کړه: د افغانستان ویاړ دا دی چې خپله هره ژبه ملي ژبه بولي او دلیل یې ډېر اسانه دی، موږ پخپل ملي هویت شک نه لرو.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د آسیا د څلورې لارې او د اسلامي تمدن د مرکز په ګډون په تمدنونو او د تمدنونو د مرکز په توګه، تل پخپل ځان باور لرلی دی.

جمهوررئیس غني د غلام محمد غبار، احمد علي کُهزاد او عبدالحی حبیبي په ډول د هېواد د مشهورو مؤرخینو د هڅو یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان دې درې مؤرخینو تر اسلام وړاندې زموږ د هېواد تاریخ تحلیل، تجزیه او عام کړ او همداراز د هغه مهال د تاریخ لیکوونکو له انجمن مننه کوم.

جمهوررئیس وویل: ژبه، فرهنګ او نژاد درې جلا پدیدې دي. نژاد یو فرهنګي لغت دی چې په طبیعت کې وجود نه لري، فرهنګ د وصل یوه وسیله ده او ژبه د دې وسیلې یوه برخه جوړوي او هغه فرهنګ چې په یوه وخت څو ژبې لري، لیدلوری یې په ځلونو پراخ دی.

هغه ټینګار وکړ چې ملت یوه فرهنګي پدیده ده او له عرفاني فرهنګ پرته دولتداري، له یوه فرهنګي اساس او ګډ ملي لیدلوري پرته یوازې د حکومتولۍ یوه وسیله ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، که غواړئ په زړونو حکومت وکړئ، باید فرهنګ ته مخه کړئ، زموږ لوی تمدن ته مراجعه وکړئ چې په ځانګړي ډول عدالت محوره دی. زرګونه کلونه کېږي چې د عدالت لغت زموږ په تمدن، ژبه او ادبیاتو کې لوړ ځای لري، په ځانګړي ډول زموږ په اسلامي فرهنګ کې د حکومتولۍ اساس جوړوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، ژبه هم زموږ د تاریخ محصول او هم جوړونکې ده او په همدې دلیل پر ژبه پانګونه، په فزیکي زېربناوو تر پانګونې زیات اهمیت لري.

جمهوررئیس زیاته کړه، دري ژبه د فارسي د یوه لوی قلمرو د جوړېدو وسیله ده او افغانستان په دې قلمرو کې اساسي رول لرلی دی، خو د تاریخ په اوږدو کې دغه قلمرو یوازې زموږ مربوط نه دی. د تاریخ په مختلفو دورو کې له دې قلمرو سره د خپلو اړیکو په نوعیت باید په وضاحت پوه شو.

جمهوررئیس وویل، زموږ فرهنګي لیدلوری زموږ ملي ژبې او تاریخي هویت دی. هغه دې ته په اشارې چې د دري ژبې په تاریخ کې ډېر کم کار شوی دی، وویل: تر اوسه مو په دې ژبه کې یو واضح تاریخي تسلسل نه دی رامنځته کړی.

جمهوررئیس غني وویل، تاریخي بهیر باید واضح وي، بلخ، بدخشان، مروه او د مرکزي آسیا ساحه د دري ژبې زانګو ده او دا چې دغه ژبه زموږ ده، په دې کې باید شک او شبهه نه وي.

جمهوررئیس له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، پوهنتونونو او علومو اکاډمۍ وغوښتل چې د ژبو او فرهنګي هویت د لرغون پېژندنې سرتاسري څېړنې پیل کړي او د فکري لیدلوري په ایجاد کې زموږ تاریخي هویت، یو هېواد چې ګڼې ژبې لرو او له دې اړخه له یو بل سره مرتبط دي، ډېر ضروري دی.

جمهوررئیس وویل، فرهنګي عالي شورا دې جوړه شي، څو اساسي بحثونه او لار نقشه ولرو او اړتیا ده چې پخپلو فرهنګي اړخونو هم پانګونه وکړو.

جمهوررئیس د مولانا جلال الدین بلخي په نوم د مډال جوړولو وړاندیز تائید کړ او وې ویل، پر دې سربېره، د مولانا د پلار بها‌والدین د مدرسې ترمیم روان دی او موږ د هند له حکومت سره خبرې پیل کړي، چې د بېدل مزار هم په اساسي ډول ترمیم کړو.

په دې مراسمو کې، “افغانستان، د فارسي دري ژبې زانګو” علمي سیمینار کمېسیون رئیس پوهاند دوکتور محمد حسین یمین د یاد سیمینار په اړه معلومات ورکړل او ددې سیمینار د ترسره کېدو لپاره یې د جمهوررئیس له ملاتړ مننه وکړه.

همداراز، پوهاند دوکتور عبدالقیوم قویم د [افغانستان خاستګاه زبان فارسی دری]، دوکتور اسدالله شعور د [بیدل گرایی]، دوکتور عبدالغفور آرزو د [راز جاویدانگی جامی]، استاد قنبر علي تابش د [افغانستان بستر نخستین ها و شهکارهای ادب فارسی ـ دری] او دوکتور محمد یونس ساکایي  د [جغرافیای اساطیری زرنګ] تر عنوانونو لاندې خپلې مقالې ولوستې. #