سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو

سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمبود غړي د ټاکلو په خاطر د غوراوي کمېټې له لورې معرفي شويو درې نوماندانو سره په جلا ډول مرکې وشوې.

دا مرکې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې ر ئیس قانونپوه سیدیوسف حلیم او د هېواد لوی څارنوال محمدفرید حمیدي هم  په کې حضور درلود.

په شرایطو د برابرو دری تنو  هر یو سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدلقادر ځاځي وطندوست  د اسنادو له ارزونې وروسته چې د غواروي کمېټې له لورې یې دغه پوست ته تر ټولو مناسب او لوړ معیارونه پوره کړي وو، سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0